Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سمنګان روی دوآب ولسوالۍ خلک د لارې له خرابوالي شکایت کوي

د سمنګان روی دوآب ولسوالۍ خلک د لارې له خرابوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

د ولسوالۍ اوسېدونکي پر کنډو کپر لارو له خطرونو ډک مزل نور ستړي کړي دي. د دوی په خبره، په دې لاره د سفر پرمهال له ګڼو خطرونو سره مخ دي.

دا چې هر کال د ژمي او ورښتونو پر مهال دغه مسیر د تګ راتګ وړ نه وي، ځایي اوسېدونکي وایي، خپل ناروغان تر مرکز ایبک ښاره نه شي رسولی او په کور پراته ژوند بایلي.

د سیمې اوسېدونکی عوض محمد وايي: « په تېرو ۲۵ کالو کې زموږ د خلکو لپاره هېڅ ډول بیا رغنیز کارونه نه دي شوي. موږ له مرکز سره تر ۱۲۰ کیلومټرو فاصله لرو او سړک یې خورا زیات خراب دی. زموږ سړک دومره خراب دی چې کوچني موټر پرې تګ راتګ نه شي کولی.»

د سیمې بل اوسېدونکی  فراح الدین وايي: « د روی دوآب سړک خام دی، له تېرو څو کالو راهیسې یې اساسي ترمیمات نه دي شوي او اوس ډېر خراب دی؛ په ځانګړې توګه ژمي کې د واورو او خټو له امله د تګ راتګ نه وي او نه شو کولی ناروغ تر مرکز پورې ورسوو.»

له بلې خوا، د سمنګان سیمه ییز مسوولین د لارې خرابوالی او اوسېدونکو ستونزې تاییدوي، خو روی دوآب ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې د ۲۰ کلیومټره قیر اچونې او پاتې نورې د بیا رغونې خبر ورکوي.

د سمنګان د ټولګټو ریاست ساختماني چارو آمر نور احمد جویا وايي: « د روی دوآب سړک د امکان سنجونې سروې د ۱۳۷ کیلومټرو په اوږدوالي بشپړه شوې او د ۲۰ کیلومټرو په اوږدوالي یې تخنیکي کارونه هم بشپړ شوي او تدارکاتو ته سپارل شوی. ټاکل شوې ډېر ژر د دې شل کیلومټرو د اساسي روغونې کارونه پيل شي.»  

سمنګان ولایت او اړوندې ولسوالۍ یې یوه غرنیزه جغرافیه کې پراته دي چې زیاتره ولسوالیو ته غځېدلې لارې یې ویجاړې دي او پر بیا رغونه یې کار نه دی شوی.

د ټولګټو وزارت بیا د سړکونو ترمیم خپل مسوولیت بولي او ژمنه کوي چې د ټولو هغو خرابو عمومي لارو رغونه به کوي چې خلک ورسره په ستونزو کې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « زموږ هېوادوال د باور ولري چې د ټولګټو چارو وزارت تل هڅه کړې او هڅه کوي چې د سړکونو د ساختمان په جوړولو سره خلکو او سوداګرو ته لا ډېر سهولتونه رامنځته کړي.»

روی دوآب د سمنګان هغه لرې او غرنۍ ولسوالي ده چې په کې شاوخوا ۶۰ تنه نفوس مېشت . دا ولسوالي له مرکز ایبک ښار سره ۱۳۷کلیومټره واټن لري. د ځایي اوسېدونکو اصلي او اساسي غوښتنه یې دا ده چې د ژمې تر را رسېدو وړاندې د دغې لارې بیا رغونې چارې پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist