Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: داعش د سیمې په ځینو هېوادونو کې مرکزونه لري

متقي: داعش د سیمې په ځینو هېوادونو کې مرکزونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

د مسکو فارمټ ناسته چې یوه ستره نړیواله غونډه ده، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د داعش ډلې د مرکزونو له موجودیته پرده پورته کوي.

امیرخان متقي وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په سیمه کې داسې هېوادونه شته چې داعش ډلې په کې د تجهیز او روزنې فعال مرکزونه لري او دغې چارې د افغانستان لپاره اندېښنې زیږولې دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه ویلي: « زموږ اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي چې د افغانستان حکومت ته د نګرانۍ او تشویش وړ دي.»

د متقي دغو څرګندونو په تړاو د چارو شنونکي وايي، په لومړي ځل په نړیواله کچه د افغانستان حکومت له لوري پاکستان ته ګوته نیول کېږي چې په دې هېواد کې ترهګر روزنځایونه لري.

کارپوهان وايي، د امیرخان متقي اشاره پاکستان ته ده، خو دا یو حقیقت دی چې اسلام اباد په کراچۍ او یو شمېر هغو سیمو کې چې اوس یې تر کنټرول لاندې دي، داعش ډله روزي او تجهیزات ورکوي.

د دوی په باور، له دې کاره د پاکستان موخه یوځل بیا د افغانستان ناامنه کول دي.

آزاد خبریال رحمان‌ بونیری وايي: « په روس کې د متقي صاحب دا خبره ډېر اهمیت لري، ځکه چې داعش د روس لپاره هم یو خطر دی. که څه هم متقي صاحب د کوم هېواد نوم وا نه خیست، خو ډېر ګومان دا دی چې دا اشاره پاکستان ته وه.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان له کراچۍ نه تر بلوچستانه او بیا پښتونستانه پورې داعش تقویه کوي او موخه یې په افغانستان کې نا امني جوړول دي. دوی ته دا پروژه ورکړل شوې چې په هغو نورو سیمو کې هم نا امنۍ جوړې کړي چې دوی ته ضرور دي. په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې پاکستان د تروریزم په ډګر کې حمایت کوونکی، تجهیز کوونکی او ذهنیت جوړونکی هېواد دی.»

د روان کال د جنوري په ۲۲ نېټه د اسلامي امارت امنیتي او تصفوي کمیسیون په یوه راپور کې وویل چې داعش ډله د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې مرکزونه لري او په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی ده.

په ورته مهال، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډې ته د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې  چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان سیمې ته د ګواښ په توګه معرفي کړي، خو هېوادونه باید د افغانستان په تړاو د عیني واقعیتونو او د خپلو معلوماتو په اساس دریځ غوره کړي او په دغه برخه کې باید پر نورو باور ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه زیاته کړې: « زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې ارامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای، افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هېوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو او خپلو معلوماتو په رڼا کې مستقل دریځ خپل کړي.»

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، اوس افغانستان په بشپړه توګه امن دی او په دې هېواد کې هېڅ وسله والې ډلې حضور نه لري چې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې اسلام اباد هڅه کوي چې د خپلو داخلي نا امنیو پړه پر افغانستان واچوي او تور پورې کوي چې په افغانستان کې وسله والې ډلې فعالې دي، هغه څه چې اسلامي امارت تل رد کړې  دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist