د مسکو فارمټ ناسته چې یوه ستره نړیواله غونډه ده، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د داعش ډلې د مرکزونو له موجودیته پرده پورته کوي.
امیرخان متقي وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په سیمه کې داسې هېوادونه شته چې داعش ډلې په کې د تجهیز او روزنې فعال مرکزونه لري او دغې چارې د افغانستان لپاره اندېښنې زیږولې دي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه ویلي: « زموږ اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي چې د افغانستان حکومت ته د نګرانۍ او تشویش وړ دي.»
د متقي دغو څرګندونو په تړاو د چارو شنونکي وايي، په لومړي ځل په نړیواله کچه د افغانستان حکومت له لوري پاکستان ته ګوته نیول کېږي چې په دې هېواد کې ترهګر روزنځایونه لري.
کارپوهان وايي، د امیرخان متقي اشاره پاکستان ته ده، خو دا یو حقیقت دی چې اسلام اباد په کراچۍ او یو شمېر هغو سیمو کې چې اوس یې تر کنټرول لاندې دي، داعش ډله روزي او تجهیزات ورکوي.
د دوی په باور، له دې کاره د پاکستان موخه یوځل بیا د افغانستان ناامنه کول دي.
آزاد خبریال رحمان بونیری وايي: « په روس کې د متقي صاحب دا خبره ډېر اهمیت لري، ځکه چې داعش د روس لپاره هم یو خطر دی. که څه هم متقي صاحب د کوم هېواد نوم وا نه خیست، خو ډېر ګومان دا دی چې دا اشاره پاکستان ته وه.»
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان له کراچۍ نه تر بلوچستانه او بیا پښتونستانه پورې داعش تقویه کوي او موخه یې په افغانستان کې نا امني جوړول دي. دوی ته دا پروژه ورکړل شوې چې په هغو نورو سیمو کې هم نا امنۍ جوړې کړي چې دوی ته ضرور دي. په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې پاکستان د تروریزم په ډګر کې حمایت کوونکی، تجهیز کوونکی او ذهنیت جوړونکی هېواد دی.»
د روان کال د جنوري په ۲۲ نېټه د اسلامي امارت امنیتي او تصفوي کمیسیون په یوه راپور کې وویل چې داعش ډله د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې مرکزونه لري او په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی ده.
په ورته مهال، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډې ته د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان سیمې ته د ګواښ په توګه معرفي کړي، خو هېوادونه باید د افغانستان په تړاو د عیني واقعیتونو او د خپلو معلوماتو په اساس دریځ غوره کړي او په دغه برخه کې باید پر نورو باور ونه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه زیاته کړې: « زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې ارامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای، افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هېوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو او خپلو معلوماتو په رڼا کې مستقل دریځ خپل کړي.»
د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، اوس افغانستان په بشپړه توګه امن دی او په دې هېواد کې هېڅ وسله والې ډلې حضور نه لري چې نورو ته ګواښ پېښ کړي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې اسلام اباد هڅه کوي چې د خپلو داخلي نا امنیو پړه پر افغانستان واچوي او تور پورې کوي چې په افغانستان کې وسله والې ډلې فعالې دي، هغه څه چې اسلامي امارت تل رد کړې دي.