Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: بلخ  کې د جنايي جرمونو پېښې صفر ته نږدې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

د بلخ امنيتي مسوولین  ډاډ ورکوي،چې په  دغه ولايت کې د جنايي پېښو کچه صفر ته نږدې شوې ده. 

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ امنیت آمر عبدالحی عابد وايي، په تېرو درې اونيو کې لسګونه مجرمين  نيول شوي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي. 

عابد زیاته کړه:« د فتحې په اوايلو کې د جرايمو کچه لوړه وه؛ خو د خدای په فضل او د مجاهدينو په هڅو د جرمونو کچه ډېره ټيټه شوې ده. موږ خلکو ته وعده ورکوو، چې تر راتلونکو څو اونيو پورې به د جرايمو کچه صفر ته ورسوو.» 

بلخ ولایت اوسېدونکي هم وايي، د اسلامي امارت د سيمه ييزو امنيتي مسوولينو د هڅو له امله په مزارشريف ښار کې د جنايي جرايمو پېښې کمې شوي دي. 

رازمحمد په مزارشريف ښار کې د خوراکي توکو  هټۍ وايي، پخوا به له خپلې هټۍ  تر کوره پورې د تګ پر مهال په لاره کې د غلو له وېرې له ګڼو اندېښنو سره مخ وو. 

راز محمد وايي، اوس مهال يې ۹۰ سلنه وېره او اندېښنه کمه شوې او د شپې او ورځې په ډاډه زړه ښار کې تګ راتګ کولی شي. 

هغه وايي:« د څو مياشتو مخکې کيسه درته وکړم،چې مازیګر به شو،ؤنو د غلو له وېرې به مو هټۍ بنده کړه، بيا به تر کوره رسېدو پورې پر لاره ويرېدو،چې هسې نه څوک رانه پيسې يا موبايل واخلي، خو اوس ډېری وخت د ماښام لمونځ په هټۍ کې کوم او د  شپې له خوا کور ته روانېږو،هېڅ وېره نه شته دی او د غلو مخه نيول شوې ده. غوښتنه مو دا ده،چې په همدې ډول امنيت ټينګ وساتل شي.» 

د بلخ اوسېدونکي هم د خوښۍ په څرګندولو وايي، په مزارشریف ښار کې د تښتونو، وژنو او غلاوو پېښې کمې شوي دي. 

دوی وايي، حکومت بايد نور هم په دې برخه کې هڅې وکړي،ترڅو خلکو ته بشپړه ډاډمنه فضاء رامنځته شي. 

د مزارشریف اوسېدونکی  غلام رسول وايي:«له نېکه مرغه په تېرو شااوخوا دوه مياشتو کې په مزار شریف ښار کې موږ د اختطاف کومه پېښه نه ده اورېدلې، جرمونه هم کم شوي دي، د غلاوو ځينې وړې پښې اوس هم شته دی. اندېښه په کامله توګه نه ده رفع شوې؛ خو د پخوا په څېر نه ده.»

 د مزار شریف ښار یو بل اوسېدونکی رستم بیا وايي:« موږ له اوسني حکومته ډېر خوشاله  او راضي يو، جنګ او نا امني نشته؛خو يوه غوښتنه لرو،چې خلکو ته دې کار پيدا کړي او همدا راز دې د توکو بیې ټېټې کړي.» 

د مزارشريف ښار اوسېدونکي که څه هم له شته امنيتي وضعيته خوشاله دي؛خو تر څنګ يې غوښتنه کوي،چې حکومت بايد خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist