Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چاپېریال ساتنې ملي اداره: وچکالي هر کال افغانستان ته ۳ سوه میلیون ډالره زيان رسوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: وچکالي هر کال افغانستان ته ۳ سوه میلیون ډالره زيان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو «د اقلیم بدلون او د بشر راتلونکی» په نوم علمي او معلوماتي سیمینار کې د اقلیم بدلون له امله افغانستان ته د رسېدلو زیانونو په تړاو معلومات ورکړل.

د دې ادارې چارواکي وايي، یوازې د وچکالۍ له امله هرکال افغانستان ته سلګونه میلیون ډالره زیان رسي او همدا راز اوبه، کرنه، څړ ځایونه او ځنګلونه یې اغېزمن کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي: « د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د راپور له مخې، موږ هر کال د وچکالۍ له امله د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت اغېزمنېږو؛ همدارنګه فقر او مهاجرت هم د اقلیمي بدلون ناوړه پایلې دي، د څارویو او نباتاتو له منځه تلل، د خوراکي توکو کمېدل، د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو زیاتېدل، د ځنګلونو تخریب او اورلګېدنه او نور د اقلیمي بدلون ناوړه پایلې دي. له بلې خوا، زموږ اوبه، کرنه، څړ ځایونه، ځنګلونه او روغتیا هغه سکټورونه دي چې عملا ً د اقلیم بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دي.»

همدارنګه، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، اقلیمي بدلون د افغانستان طبیعي یخچالونه هم زیانمن کړي او تر اوسه له نیمايي زیات وېلې شوي؛ دغه راز، داخلي کډوالۍ یې رامنځته کړې او له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: « زموږ له نیمايي زیات طبیعي یخچالونه له نیمايي زیات اوبه شوي او پاتې نور مخ په تېزۍ د اوبه کېدو په حال کې دي؛ ځنګلونه مو له منځه تللي او وچکالي دومره حد ته رسېدلې چې له امله یې داخلي مهاجرتونه کېږي.»

د چارواکو په خبره، اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ د نورو برخو ترڅنګ د افغانستان کرنه او مالدارۍ له خطر سره مخ کړي او په ولایتونو کې خلک خپلو څارویو ته اوبه د پیسو په بدل کې اخلي چې دا د اوبو د کمښت په برخه کې لویه اندېښنه ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: « دا چې اوس د افغانستان د خلکو ژوند په مالدارۍ او کرنه روان دی، خو دغه دواړه دومره بد حالت ته رسېدلي چې په ډېرو ځایونو کې د څښاک اوبه نه شته او خلک څارویو ته هم اوبه په بیه اخلي. کله چې د څښاک اوبه په پیسو شي، د کرنې لپاره به اوبه له کومه شي؟»

د یادې ادارې د راپور له مخې، د اقلیم بدلون او وچکالۍ له امله یوازې په ۲۰۲۲ کال کې ۲.۵ میلیونه خلک داخلي کډوالۍ ته اړ شوي و، خو اوس ممکن دغه شمېر نور هم لوړ شوی دی.

د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ونډه یوازې ۰.۰۸ ده خو بیا هم له ټولو هېوادونو زیات زیانمن دی. بې وخته ورښتونه، د سېلابونو راوتل، د ځنګلونو له منځه تلل او تر ځمکې لاندې اوبو کمښت هغه ستونزې دي چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ورسره مخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist