Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې جوړېدل د سیمې لپاره اندېښنه بولي

ایران په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې جوړېدل د سیمې لپاره اندېښنه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د بګرام پوځي اډې په اړه د امريکا ولسمشر پرله پسې څرګندونو په اړه د سيمې ځينو هېوادونو غبرګونونه لا هم دوام لري. په دې لړ کې تازه ايران هم په افغانستان کې د امريکا له لوري د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت ښودلی.

د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت که څه هم دغه پوځي اډې د سيمې لپاره د اندېښنې وړ بللي، خو زياته کړې يې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په څنډه کې يې له چين، پاکستان او روسيې سره د يادې موضوع په اړه ګډ دريځ هم نيولی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: « موږ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوه څلور اړخیزه ناسته لرله چې په پایله کې یې بیانیه هم صادره شوه. یوه اندېښنه هم په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه ده او دا چې د افغانستان په داخل یا شاوخوا سیمو کې نظامي اډې جوړې شي.»

د حکومت ویاند هم له سکای نیوز سره مرکه کې پرخپل تېر دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي چې اسلامي امارت په هېڅ صورت کې چا ته د افغانستان د خاورې کومه برخه نه سپاري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: « د دوحې تړون پر بنسټ امریکا هوکړه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي او دې ژمنې ته باید درناوی وشي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دغه خاوره پر افغانانو پورې اړه لري. موږ به خپل مسیر له هر ډول فشار پرته تعقیب کړو.»

د سیاسي چارو شنونکي دېته په پام چې حکومت د نورو هېوادونو په چارو کې د مداخلې نه کولو ډاډ ورکړی او وايي، نور هېوادونه دې هم د افغانستان بې ‌طرفي درک او په چارو کې دې يې مداخله نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « لکه څرنګه چې افغانان ځان ته دا حق نه ورکوي چې د نورو په چارو کې مداخله وکړي، نور هېوادونه هم حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. موږ د سیمې له هېوادونو او ټولنې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو.»

د سیاسي چارو ځيني نور شنونکي د هېوادونو خپلواکۍ ته درناوی مطلق اصل ګڼي او له دې هېوادونو غواړي چې د مداخلې په ځای دې د همدې اصل پر بنياد خپلې اندېښنې د افغانستان له اوسني حکومت سره شريکې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « د سیمې هېوادونو اندېښنې پر واقعیتونو ولاړې نه دي او موږ یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو. موږ ته خپلې ملي ګټې سرې کرښې دي، که اړتیا وي له هر هېواد سره په نظامي، اقتصادي او نورو برخو کې تړونونه کوو. زه د سیمې د هېوادونو دا ډول څرګندونې غیر مسوولانه بولم.»

د چارو شنونکی فهیم چکري وايي: «  دا هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سهم ولري او له همدې امله مداخله کوي.»

بله خوا، د افغانستان لپاره د پاکستان، چين او روسيې ځانګړو استازو په روسيې کې کتلي او په خپلو خبرو کې يې له باثباته، سوله ‌ييز او خپلواک افغانستان يو وار بيا خپل ملاتړ اعلان کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist