Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاروالي د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره کوچني لوډسپیکرونه ټولوي

کابل ښاروالي د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره کوچني لوډسپیکرونه ټولوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د بېلابېلو توکو پلورلو لپاره له لوډ سپیکر څخه کار اخیستل، د موټرو بې ځایه هارنونه او د چارو ترسره کولو لپاره د جنراتورونو کارول هغه الات دي چې د کابل ښار اوسېدونکي یې تر بل هر وخت ډېر پتنګ کړي دي.

په همدې موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معاونیت او د روغتیایي چاپيریال د ریاست له لوري د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ مسوولین د دې ستونزې د حل لپاره ګډ کار اړتیا بولي او وایي، هڅه کوي په پلازمینه کې ټولې هغه بې نظمۍ حل کړي چې ښار ورسره مخ دی.

دوی له خلکو غواړي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي، ترڅو د افغانستان غوره فرهنګي انځور نړیوالو ته وړاندې شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال محمد خالد سجستاني وايي: « نن زموږ د رسنیو همکاران دلته  شته دي او موږ غوښتنه کوو چې په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي؛ ځکه د دوی غږ تر هره کوره او هر وګړي پورې رسېږي. د غږیزې ککړتیا مخنیوی د ټولو ګډ کار دی او یوازې د کابل ښاروالۍ له وسه پوره نه دي.»

په ورته مهال، د چاپیریال ساتنې ادرې چارواکي بیا په دې برخه کې د مسوولیت لرونکو ادارو په همغږۍ ټینګار کوي او وایي، د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارت ته یې مکتوب لېږلی، ترڅو د لوډسپیکرونو د واردولو مخه هم ونیسي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ذین‌العابدین عابد وايي: « موږ له اوقافو وزارت څخه مخکې هم غوښتي او بیا هم یادونه کوو چې دوی باید د مساجدو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي. همدارنګه موږ مالیې وزارت ته هم مکتوب استولی او دغه راز مو صنعت او سوداګرۍ وزارت ته هم مکتوب استولی او ترې غوښتي مو دي چې د دې کوچنیو لوډسپیکرونو د وارداتو مخه ونیسي.»

بل لور ته د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې او د چاپیریالي روغتیا مسوولین وایي، د دې ستونزې د حل په برخه کې یې هڅې روانې دي او په خبره یې، تر اوسه له ۲۲ زرو ډېر لوډ سپیکرونه د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي دي.

د کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا رئیس نجیب‌الله ذاهد وايي: « د اسلامي امارت له راتګ سره ۲۲ زره ۵۴۸ پایې لوډ سپیکرونه راټول شوي دي.»

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې تر دې دمه په ښار کې د لوډ سپیکرونو د راټولولو په تړاو کوم عملي او جدي اقدام نه دی شوی، خو د ښاروالۍ له لوري د دې غونډې له جوړېدو وروسته به ښکاره شي چې په دې تړاو کوم عملي اقدامات ترسره کېږي او که نه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist