طالبانو په مشروط ډول شپږ میاشتني اوربند ته چمتووالی وښود.
طالبانو د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره په خبرو ویلي، که چیرې د موقتي حکومت واک د دوی په خوښه کس ته ورکړل شي نو هغه مهال به شپږ میاشتنی اوربند اعلان کړي.
طالبانو همدارنګه ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې روانې خبرې درې ورځې دوام کوي او ددغه خبرو بل پړاو به په ریاض کې ترسره شي.
طالبانو هم دغه ناسته کې د خپلو استازو ګډون منلی، خو د خبرو د جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.