Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه: په افغانستان کې هیڅ ډول بهرنی پوځي شتون ورته د منلو نه دی

روسیه: په افغانستان کې هیڅ ډول بهرنی پوځي شتون ورته د منلو نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د روسیې په پلازمېنه کې د مسکو فارمټ اوومه ناسته د سې‌شنبې په ورځ پيل شوه او د اميرخان متقي په مشرۍ د افغانستان حکومتي پلاوي هم په کې رسمي ګډون کړی.

په پرانیستغونډه کې يې روسي چارواکو د بګرام پوځي اډې ته د امریکا احتمالي راتګ په تړاو اندېښنو ته جدي غبرګون وښوده او د افغانستان خاورې ته يې په هره پلمه د امريکا او يا کوم بل هېواد راتګ نه منونکی اقدام وباله.

دوی باور ښيي، چې په افغانستان کې د کوم هېواد پوځي حضور او يا هم په دې پلمه ورته د تجهيزاتو لېږدول د نويو سيمه‌ييزو بې‌ثباتيو او جګړو لامل کېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل: ((موږ بیاځلې پر دې ټینګار کوو، چې په هېڅ صورت کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو خاورې ته د هر درېیم هېواد د پوځي تاسیساتو لېږد په قطعي ډول نه منونکی اقدام ګڼو.))

د روسیې ټاس خبري اژانس وايي، لاوروف له امریکا او لوېدیځ غوښتي، چې له افغانستان سره د تقابل او بیا ځلې ښکېلتیا له مسیره ووځي، پرې لګولي اقتصادي بندیزونه لغوه کړي او پر ځای دې يې هغه ورانۍ جبران کړي، چې د تېر شلن کلن پوځي حضور پر مهال یې د افغانستان اقتصادي او تاسیساتو ته اړولې دي.

لاوروف دغه ‌راز په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه بللی او د کابو کولو په موخه یې د مرستو سیاسي کول او د ډونرانو او مرسته کوونکو هېوادونو له لوري د هر راز سیاسي شرط تحمیلول نه منونکی بللی.

په ورته مهال نوموړي په سیاسي مهمو پروسو کې د افغانستان د شمولیت غوښتنه هم کړې او دغه څه یې د سیمې د اقتصادي ودې، امنیت او پرمختګ لپاره مهم بللي.

سرګې لاوروف همداراز څرګنده کړه: ((موږ پر دې باري یو، چې د سیمې امنیت او پرمختګ په ټولو سیاسي پروسو کې د کابل ګډون او شمولیت، څو اړخیز ګډون او ګډو اقتصادي پروژو ته اړتیا لري.))

یاد اژانس دغه راز راپور ورکړی چې په دې ناسته کې به د افغانستان ملي امنیت، ملي پخلاینې او له هېوادونو سره د کابل د اړیکو او تعامل پر پراخېدو هم بحثونه وشي.

ټاس خبري اژانس لیکلي: ((تمه ده، چې د مسکو فارمټ ګډونوال به په افغانستان کې د ملي امنيت، ملي پخلاینې او په بېلابېلو برخو کې د کابل او سیمې هېوادونو ترمنځ د تعامل او اړیکو پراخېدو په تړاو بحث وکړي.))

د چارو شنونکي بیا د مسکو فارمټ په سږنۍ ناسته کې د افغانستان د پلاوي ته رسمي بلنه او غړیتوب ورکول په خپله د کابل بهرني سیاست لپاره امتياز ګڼي.

د دوی په خبره د بهرنیو چارو وزیر باید په دې ناسته کې ګډونوال هېوادونه د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته راوبولي او له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د راوتنې لپاره یې قوي لابي وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین‌ګل څمکنی وايي، (( دا ډول ناستو کې افغان لوري ته په رسمي توګه بلنه ورکول یو مثبت ګام دی او له امیرخان متقي څخه مې هیله ده، چې د دې فارمټ غړي رسمیت پېژندنې ته وهڅوي. ))

د سیاسي چارو یو بل شنوونکی عزیز معارج ورته خبره کوي او زیاتوي: (( د دې ناستې یو هدف داده چې غړي هېوادونه څنګه له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او د امنیت او سولې په برخه کې کوم ډول اقدامات وکړي، ځکه دا د دوی اړتیا ده. ))

مسکو فارمټ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ز کال کې د روسیې لخوا جوړ شوی افغانستان په تړاو ګډو بحثونو او خبرو پلټفورم دی چې موخه یې د ملي پخلاینې او سولې د هڅو چټکول ښودل شوي چې غړي یې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist