Skip to content
په کندهار ولایت کې لسګونو ملي سوداګرو،قومي مشرانو او د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو نن د پنجشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۹ مه» د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال د امریکا پر پارلمان او سنا ږغ وکړ،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
دوی زیاته کړه، که حالت همداشان روان وي، نو اوسنی حکومت دوام نه شي کولای.
د پخواني حکومت وزیر ګل اغا شیرزی وايي:« دا د ملت پيسې دي. موږ پر امریکا غږ کوو، پر ملګرو ملتونو غږ کوو،چې راشي د دې مظلومو افغانانو ستونزه ورحل کړي، په سلو کې ۹۰افغانان له ستونزو سره مخ دي.»
اسلامي امارت ځلونه له امریکا د افغانستان د کنګل شویو پيسو د آزادېدو غوښتنه کړي،خو تر اوسه د دې پیسو برخلیک ناڅرګند دی.
سوداګر وايي،کنګل شویو پيسو په راکړه ورکړه او نړیوالي سوداګرۍ مستقیم منفي آغیز کړی او پر سوداګرو بې اعتمادي زیاته شوې ده.
سوداګر حاجي مسعود راحت وايي: سوداګري مو پر ټپه ولاړه ده،علت یې دا دي،چې زموږ هغه پيسې چې امریکا بندې کړي دي، زموږ راکړه ورکړه ټوله له بانکونو سره ده، چې د بانکونو د پیسو لېږد رالېږد بند دی، نو د خلکو مالونه په کمپنیو کې همداسې رکود پاتې دي.»
یو شمېر سوداګر پر ملګري ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هېوادونو غږ کوي،چې په دې برخه کې له افغانانو سره یوه خوله شي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي وايي:« موږ ملګرو ملتونو ته وایو،چې تاسو اصلي د ملت نماینده ګان یاست، نو تاسو باید د حکومتونو په سیاستونو کې بند رانه شئ. بدبختانه، چې ملګري ملتونه هم د امریکا د سیاستونو ښکار شوي، د افغانستان د خلکو پیسو باندې کوم غبرګون نه ښيي.»
لس ورځي وړاندي د امریکا د کانګرس تر څلويښت ډېرو غړو له دغه هېواده وغوښتل،چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي، خو امریکا بیا د ملګرو ملتونو په همکارۍ د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان اقتصاد ته د نقدي پیسو د تزریق خبره کوي،چې عام افغانان بیا بشري مرستي یو تېر ایستنه بولي.