د متحده عرب اماراتو د بندرونو او ګمرکاتو عمومي مسوول په کابل کې د چهار شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۸ مه»له رئيس الوزرا او ګڼو نورو چارواکو سره ليدلي او د کانونو کېندنو، کرنې، سوداګرۍ، اوسپنې پټلۍ او لمريزې بريښنا برخو کې یې د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال وياند بلال کريمي وايي:« په مجالسو کې په ډېرو مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شول،چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه جانبه اړيکو د تقویې او همدا رنګه د تجارت، اقتصاد، سياسي او ديپلوماتکه عرسه کې د نورو پرمختګونو رامنځ ته کولو لپاره او د دوی نوره همکاري دلته په هېواد کې متحده عرب امارات د سولي بريښنا په برخه کې دلته همکاري کولی شی.»
د کريمي په خبره،متحده عرب امارات له افغانستان سره له پخوا ښې اړیکې لري او ډاډه دي،چې یاد هېواد دافغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهم رول لوبولی شي.
کريمي زیاته کړه:«د متحده عرب اماراتو رول په افغانستان کې په سياسي، اقتصاي او همدارنګه په تجارتي برخو کې ډېر مهم دی. موږ په دې برخه کې له دوی سره اړيکو ته په ارزښت باندې قايل یو.»
د اسلامي امارت واکمنېدو سره سم متحده عرب امارت هغه هېواد دی،چې تر نورو ډېر يې له اسلامي امارت سره اړيکي ساتلي او اړيکو په دوام يې افغانانو سره سلګونه ټنه بشري مرستې هم تر سره کړي.