Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زیارتونو ته د خلکو ورتګ؛ فرهنګیان یې دود خو عالمان یې بدعت بولي

زیارتونو ته د خلکو ورتګ؛ فرهنګیان یې دود خو عالمان یې بدعت بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

زیارتونه په افغاني ټولنه او فولکلور کې د ځانګړي درناوي وړ ځایونه دي. د خلکو په خبره، د زیارت تر خاورو لاندې د الله تعالی(ج) ولیان خښ دي او دا هغه کسان دي چې تر نورو یې زهد او تقوا ډېره وه.
د زیارتونو همدې تقدس او سپېڅلتیا په افغاني ټولنه کې ځینې باورونه هم راټوکولي او یو شمېر خلک يې د درملنې لپاره کاروي.
د خوست اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پیر کلي اړوند د «عالم شېر پیر» په نوم دا لسګونه کاله پخوانی زیارت همدا کیسه لري.

د سر درد د ښه والي په نیت د خلکو هغه باور چې پر دېوالونو یې د مېخونو له ټک وهلو سره تړل شوی.

د زیارت دننه دا د لرګي هغه پايه ده چې زیارت کوونکو پرې د سردردۍ د درمنلې په موخه مېخونه وهي.

زیارت کوونکی ګل مرخان وايي: « زه په دې نیت راغلی چې د سردرد لپاره شفا وغواړم. زه له خدایه غواړم چې د خپل دغه پاک بنده په برکت زما سردرد ښه کړي.»

ځایي اوسېدونکی شېر دراز وايي: « دلته داسې ویل کېږي چې څوک د دې زیارت په ستنه مېخ ټک وهي، د سر درد یې درمان کېږي.»

ځايي اوسېدونکی عمران وايي: « زما خپله سر خوږیږي، بیا دلته راشم او مېځ ټک وهم، دلته ډېر خلک د خپلې ناروغۍ درملنې لپاره راځي.»

فرهنګي فعالان زیارتونو ته ورتګ د افغان ټولنې د فولکلور برخه ګڼي او زیاتوي چې افغاني ټولنه له پېړیو راهیسې د زیارتونو نمانځنه کوي.

فرهنګي فعال نوراجان بهیر وايي: « له تېر څخه په ترتیب په سلسله زموږ په نسل کې دا باورونه راپاتې دي او خلک زیارتونو ته ورځي. په طبابت کې هم یو اصل شته او وايي څومره چې درمل اغېز لري، له هغو زیات د انسان خپل باور او د رواني حالت ښه کېدل اغېز لري.»

اخوا ديني عالمان بیا که څه هم زیارتونو ته ورتګ روا ګڼي، خو هلته د بدعتونو خلاف دي.

دیني عالم مفتي ظهور الرحمن اریوبي وايي: « رسول الله(ص) فرمايي، د بیت الله شریفې طواف لمونځ او عبادت دی، خو له بیت الله شریفې پرته د زیارتونو طواف کول یا له قبرونو څه غوښتل شرعا ً ناروا خبره ده.»

په ورته مهال، د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين هم وايي چې له زیارتونو غوښتنې ناروا دي او د مخنيوي لپاره به يې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر رياست کارکوونکو سره په ګډه خپلې هڅې جاري ساتي، ترڅو د اسلامي شریعت له مخې د خلکو پوهاوی لوړ شي.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس شاه حسین مسجدي وايي: « په موږ کې ډېر بد رواجونه شته او په دې برخه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست لګیا دی او دا ناسم رواجونه به په تدریج سره له منځه ځي.»

که څه هم زیارتونو ته ورتګ او له روحاني لارو درملنه زموږ په هېواد کې د خلکو له ژوند سره تړلی دود او ټولنیز ارزښت بلل کېږي، خو په هېواد کې طبي چوپړتیاوو ته د خلکو کم لاس رسی او کمرنګه پوهنیز بهیر له امله دا لارې چارې لا هم د خلکو د ورځني ژوند يوه مهمه برخه ګڼل کېږي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist