د جرمني دفاع وزیره تېره شپه کابل ته راغلې ده.
د جرمني دفاع وزیره ون ډېر لېین تېره شپه کابل ته راغلې ده او په افغانستان کې به خپلو ځواکونو سره وګوري.
کابل کې د جرمني سفیر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې افغانستان کې مېشت جرمني ځواکونه به دفاع وزیرې ته د جګړې د وضعیت په اړه مالومات هم ورکړي.
ناټو سازمان کې د جرمني استازي پر ټویټر پاڼې لیکلي چې افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ماموریت د دې لپاره دی چې د سولې شرایطو برابرولو لپاره له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
کابل ته د جرمني د فاع وزیرې د سفر په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي چې له افغان چارواکو سره به وګوري او که نه.