Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې یوې متشبثې ښځې لسګونه راستنو شویو ته کارې فرصتونه برابر کړي

بلخ کې یوې متشبثې ښځې لسګونه راستنو شویو ته کارې فرصتونه برابر کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

بلخ کې د خیاطۍ یوه کوچنۍ کارخونه یوازې تر خیاطۍ پورې محدوده نه ده بلکې دلته د هیلو د پاللو او حرفې زده کولو لپاره ګڼې ښځې او نجونې هم راځي.
دا کارخونه له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو نرانو، ښځو او نجونو ته په بلخ کې د یوې متشبثې مېرمنې له خوا جوړه شوې ده.

د کارخونې مسووله وایي، وروسته  له هغې چې له  ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په جبري توګه د  را ایستلو لړۍ چټکه شوه، دلته يې راستنو شویو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه د خیاطۍ یو مرکز پرانیست.
د کارخونې مسووله دیانا روهین وايي: « ۳۰ تنه نارینه راسره کار کوي چې ټول یې را ستانه شوي کډوال دي. همدارنګه ۲۰ تنه هم ښځې کار کوي چې ۱۰ تنې یې تازه راستنې شوې دي. له ما سره دا وړتیا نه وه چې د ایران پولې ته لاړه شم او مرسته وکړم، خو دا مې د ځان دنده وګڼه چې دغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړم.»

په دې مرکز کې پر کار بوختو ښځو له ډلې، ډېرې يې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. دوی د دې مرکز رامنځته کېدل او په کې کار کول د اوس لپاره مهم فرصت ګڼي، خو له حکومت او ملاتړو نهادونو  د اساسي مرستو غوښتنه کوي.
تازه راستنه شوې نبیلا یوسفي وايي: « شپږ کاله مې ایران کې ژوند وکړ، خو په ایران کې د جګړې له پېښېدو وروسته اخراج شوم. اوس دلته په مزار شریف ښار کې په دې کارخونه کې کار کوم. زه له آغلې روهین مننه کوم چې موږ ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.»

تازه راستنه شوې تهمینه وايي: « زه هم له ایران څخه راستنه شوې یم او اوس دلته راته د کار زمینه برابره ده او خوشاله یم چې کولی شم له دې لارې د خپلې کورنۍ مرسته وکړم.»

د کارخونې مسووله دیانا روهین وايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې ښځو ته په بهرنیو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو موږ خپل تولیدات له هېواده بهر هم نندارې ته کېږدو. دویم خبره د وارداتو او صادراتو ده، موږ نه شو کولی خپل تولیدات صادر کړو، حال دا چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو واردات لرو. زه له دولت غوښتنه کوم چې زموږ د جامو صادراتو ته هم زمینه برابره کړي.»

ځايي مسوولین ډاډ ورکوي چې د متشبثو او صنعت کارو ښځو ملاتړ ته ژمن دي او له همدې امله بلخ کې د دوی لپاره ځانګړي بازارونه او مرکزونه جوړ شوي.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادریس وايي: « کارګرو او صنتعکارو ښځو ته د کار زمینه برابره ده او هېڅ ډول ستونزه نه شته، که څوک په دې اړه تشویش لري، نو را دې شي او د کار بازار دې له نږدې وګوري.»

بلخ کې د تازه راستنو شویو ښځو لپاره د خیاطۍ دا مرکز داسې مهال د ډاډ وړ ځای ګرځېدلی چې لا هم ډېر شمېر تازه راستنه شوي افغانان له مسوولو چارواکو د مرستو او کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist