Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: هند ته د بهرنیو چارو وزیر سفر به سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنې ولري

شنونکي: هند ته د بهرنیو چارو وزیر سفر به سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روانې اوکټوبر میاشتې په نهمه او په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډه کې له ګډون وروسته هند لاړ شي.

واک ته د اوسني حکومت له رسېدو وروسته په لومړي ځل هند ته دا سفر داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره اوونۍ امیرخان متقي ته د سفر څو ورځنی معافيت ورکړ چې له کبله یې متقي کولی شي د روانې اکټوبر میاشتې له نهمې تر شپاړلسمې هند ته سفر وکړي.

له هندي چارواکو سره د بهرنیو چارو وزیر د بحث مهم ټکي که څه هم ښايي تر ډېره پر سیاسي موضوعاتو ورټول وي، خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند سپوټنیک رسنۍ ته ویلي، په دې سفر کې به دواړه خواووې پر اقتصادي مسایلو او په تېر بیا د چابهار او واګې بندر له لارې د سوداګرۍ پر ودې خبرې وکړي.

سپوټنیک رسنۍ په خپل راپور کې زیاته کړې: « ټاکل شوې هند ته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د راتلونکي سفر په لړ کې به نوموړی له هندي چارواکو سره د چابهار او واګې بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګریزې راکړه ورکړې د ترسره کېدل او ودې په تړاو هم خبرې وشي.»

د سپټمبر میاشتې تر ۲۹مې پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت له پای ته رسېدو وروسته، له یاد بندر څخه ګټه اخیستنه کمزورې کړې او د پهلګام له پېښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ مخامخ جګړې او د اړیکو خرابوالي بیا د واګې بندر له لارې د نوي ډهلي او کابل ترمنځ د مخامخ سوداګرۍ شونتیا هم پیکه کړې ده.

افغانستان هند ته تر ډېره تازه او وچه مېوه صادروي چې د سپوټنیک رسنۍ په خبره، په دې سفر کې به د یادو توکو د صادراتو پر زیاتوالي هم تمرکز وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « هند ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سفر د سیاسي مسایلو ترڅنګ په اقتصادي مسایلو کې هم ډېر اغېزناک تمامېږي. دوی کولی شي په دې سفر کې د چابهار بندر او نورو ټرانزیټي لارو د لا اغېزمنتیا په برخه کې خبرې وکړي، د کرنې او صنعت په برخه کې له هند سره قراردادونه وکړي او دغه راز د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزې ماشینرۍ په اړه له هند څخه همکاري وغواړي.»         

د راپورونو له مخې، د هند له لوري د اوسني حکومت رسمیت پېژندنه او ورسره د سفارت تر کچې د ډېپلوماټیکو اړیکو لوړول د دې سفر اصلي اجنډا بلل شوې.

د چارو شنونکي د بهرنیو چارو وزیر لومړی رسمي سفر ګټور ګڼي او وايي، ښايي هند د اقتصادي او بیارغونې په برخه کې پانګونې ته را وبلل شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا سفر به نه یوازې په سیاسي او ډېپلوماټیکو چارو کې خپل اهمیت او اغېز ولري بلکې ښايي هند د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني او اړیکې د سفارت تر کچې لوړې شي. همدارنګه دا به په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم لاسته راوړنې ولري او کېدای شي هند په افغانستان کې پانګونې ته راشي. همدانګه په ټولنیزه برخه کې به د دوو ملتونو اړیکې ورغېږي، ښايي ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او هند کې تحصیل ته لاړ شي.»       

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر میاشتې په نهمه د بهرنیو چارو وزیر په کچه لوړ پوړی پلاوی هند ته سفر وکړي.

دا په ۲۰۲۱زېږدیز کال کې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل راتګ وروسته، هند ته د افغانستان د یوه چارواکي لومړی رسمي سفر دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist