Skip to content
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو بهیر په عملي ډول د ترسره کېدو په حال کې ده.
نوموړي له اسپوتنیک رسنۍ سره په خپله مرکه کې پر ټولګډونه حکومت او د انجونو په زدهکړو ټینګار کړی، خو زیاته کړې یې ده چې د اقتصاد وزارت د مسلکي معین په توګه د عبدالطیف نظري ګمارل د ټولګډونه حکومت پر لور یو مثبت ګام دی.
نوموړي د ا.ا. پر وړاندې یوازینی ګواښ داعش یاد کړ او زیاته یې کړه چې د مقاومت په نوم جبهه د ا.ا. پر وړاندې کوم ګواښ نه دی.
کابلوف دغه راز پر طالبانو هم غږ وکړ چې باید د خلکو له غوښتنو سره سم حکومت وکړي.
کابلوف دا هم وویل چې دا مهال په افغانستان کې د فدرالي نظام راوستولو هڅې اشتباه دي.
کابلوف وایي چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندولو په تړاو له نړېوالې ټولنې سره په ګډه پرېکړه کوي.