Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه مالدارانو او کروندګرو ته ملاتړ خدمات برابروي

افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه مالدارانو او کروندګرو ته ملاتړ خدمات برابروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې مسوولان وایي، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ په موخه بېلابېل خدمات برابر کړي دي.

د دې کمېټې د مسوولینو په خبره، یادو خدماتو کې د حیواني کلینیکونو جوړول، د شیدو راټولولو او پروسېس مرکزونه او همدارنګه د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د چرګانو کوچني فارمونه شامل دي.

لوېدیځ زون کې د هالنډ کمېټې مشر محمد حامد شمس وايي: «  د دې پروژې ډونر اروپايي ټولنه ده. دا پروژه د ۲۰۲۲ کال په پای کې پيل شوه او د ۲۰۲۵ کال تر پایه به بشپړه شي. په دې پروژه کې د افغانستان ۱۶ ولایتونه تر پوښښ لاندې نیول شوي او په لوېدیځ زون کې هرات، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونه په کې شامل دي.»

یو شمېر مالداران او کروندګر بیا د هالنډ کمېټې له مرستو خوښي څرګندوي او وایي، د دې بنسټ د روزنیزو پروګرامونو او امکاناتو په مرسته یې د مالدارۍ او کرنې کاروبار وده کړې او د تولیداتو کچه یې لوړه شوې ده.

مالدار احمد جاوېد وايي: « هالنډ کمېټه له تېر یوه کال راهیسې د شیدو راټولولو او پروسېس په برخه کې له ما سره همکاري کوي. موږ ته یې د شیدو راټولولو، ټېست او پروسېس وسایل راکړي. دغې مرستې زما پر کاروبار مثبت اغېز کړی او کولی شم ډېرې او با کیفیته شیدې راټولې کړم.»

مالدار عبدالرحمن وايي: « له دې وړاندې په مالدارۍ ښه نه پوهېدم، کله به چې څاروي ناروغ شول، رانه مړه کېدل؛ خو اوس مې هم مالونه لږ تلفات ورکوي، هم مې محصولات زیات شوي او هم ګټه.»

له بلې خوا، د هرات د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې مسوولان ټینګار کوي چې په هېواد کې دننه او بهر مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې د اړوندو ادارو په همغږۍ ووېشي، ترڅو دا مرستې په واقعي ډول اړمنو کسانو  ته ورسېږي.

د هرات د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې رییس بشیر احمد بهادري وايي: « موږ د کرنې په برخه کې فعالیت کوو او تمه لرو چې هغوی موږ سره همغږي ولري؛ ترڅو واقعا ً اړمن کسان او هغوی چې مالداري لري، له دغو مرستو برخمن شي.»

د افغانستان لپاره هالنډ کمېټه هر کال په هرات، فراه، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د حیواني روغتیایي خدمتونو ترڅنګ، بزګرانو او مالدارانو ته د عصري کرنې او مالدارۍ په برخه کې روزنیز کورسونه هم جوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist