Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دفاع وزارت: ځینې ګاونډيان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی

دفاع وزارت: ځینې ګاونډيان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیایي چارو قومندان له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې وایي، د سردار محمد داوود خان څلور سوه بستریز روغتون په تېرو څلورو کالو کې د داسې پېچلو او خطرناکو ناروغیو د درملنې او جراحۍ عملیاتو لپاره چمتو شوی چې تر دې وړاندې دلته ناشوني وو.

ډاکټر محمد طاهر احرار وایي،  هند، ترکیه او ایران له څلوره سوه بستریز روغتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او دا همکاري اغېزناکه وه. د ده په وینا، دې روغتیایي مرکز  ته روغتیایي اړین درمل او تجهیزات له هند او ترکیې څخه واردیږي.

نوموړی که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ظاهرا ً پاکستان ته په اشارې وايي، یاد هېواد په هېڅ وخت کې د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار وايي: « دلته اوس یو خپلواک اسلامي نظام واکمن دی، د فساد مخه نیول شوې او دغه راز د نورو هېوادونو د سیاسي اغراضو مخه نیول شوې. افغانستان په ځینو مهمو برخو کې د ګاونډیانو له خوا فلج شوی، ترڅو په دې برخو کې دوی ته محتاج پاتې شي؛ همدارنګه دا هېوادونو د لارو په برخه کې هم پر اسلامي امارت فشار راوړي، ځکه که لاره بنده شي زموږ ناروغ هېوادوال په سرحد کې کړېږي او دا د دوی لپاره غټه سیاسي حربه ده. د عامې روغتیا، ملي دفاع او کورنیو چار وزارت پر خپلو اړوند روغتونونو سخت کار روان کړی او زه باور لرم چې په یوه کال کې به پر ځان بسیا کېږو. له بده بخته باید ووایم چې ګاونډیانو هېڅکله زموږ خیر نه دی غوښتی او په هېڅ یوه معامله کې افغانستان سره اخلاص نه لري.»

د ملي دفاع وزارت چارواکی وایي، څلوره سوه بستریز روغتون کې ډېری نارغان د سرطان، شکرې، سترګو، پوزې، غوږ او ستوني اړوند ناروغیو له امله مراجعه کوي او د هندوستان په شمول، د ځینو بهرنیو هېوادونو ډکټران یې په ډېر کم لګښت درملنه کوي.

نوموړی زیاتوي، له مالېزیا، بلجیم او نورو بېلابېلو هېوادونو سره خبرې روانې دي او ژر به یوې ښې پایلې ته ورسېږي چې له مخې به یې د یادو هېوادونو ډاکټران دلته راشي او د خلکو درملنه به په کم لګښت ترسره کوي.

ډاکټر محمد طاهر احرار زیاتوي: « دا مهال موږ سره یو ډاکټر د قطر هېواد دی، شاوخوا ۲۰ تنه هم هندي ډاکټران دي؛ هند په طبي زده کړو کې ډېر پرمختللی هېواد دی او ډېرو هېوادونو ته ډاکټران ورکوي. د بلجیم هېواد یو ډاکټر هم موږ سره کار کوي او ټاکل شوې له مالیزیا څخه هم ځینې ډاکټران راشي او په راتلونکي کې پلان لرو چې له مختلفو هېوادونو څخه ډاکټران جذب کړو.»

نوموړی د دې مرکې په یوه برخه کې وایي، څلور سوه بستریز روغتون کې د فساد جرړې ایستل شوې او هېڅوک نه شي کولی په دې ستر روغتیایي مرکز کې په فساد لاس پورې کړي.

د ډاکټر محمد طاهر احرار په خبره، په هېواد کې ګرمه جګړه پای ته رسېدلې او په خبره یې اوس مهال د ټرافیکي پېښو ګراف لوړ دی او له همدې امله څلور سوه بستریز روغتون ته د ټرافیکو پېښو ټپیان او مړي هم ور وړل کېږي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیایي چارو قومندان په دې اړه وايي: « له بده مرغه ټرافیکې حادثات خپل اعظمي حد ته رسېدلي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري. موږ ته له دغو حادثو څخه ډېر زیات مړي او ټپیان راوړل کېږي. همدارنګه موږ ته د کونړ له زلزلې څخه هم ډېر وخیم ټپیان راوړل شوي او درملنه یې شوې.»

ډاکټر احرار د خپلو خبرو په دوام دغه راز وايي، ۴۰۰ بستریز روغتون کې به د هند په شمول د ځینو هېوادونو په همکارۍ  تر راتلونکو دوو کالو د سرطان په شمول د نورو پېچلو ناروغیو درمنله هم شونې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist