Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېکدلي: پر ایران نړیوال بندیزونه به د ایران او افغانستان سوداګري اغېزمنه نه کړي

بېکدلي: پر ایران نړیوال بندیزونه به د ایران او افغانستان سوداګري اغېزمنه نه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

کابل کې د ایران شارژدافیر پر دې هېواد وروستیو نړیوالو اقتصادي او نظامي بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، دا محدودیت به نه ‌یوازې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري اغېزمنه نه کړي بلکې تر راتلونکي یوه کال به د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لا نوره هم  زیاته شي.

علیرضا بیکدلي کابل ته د ایران د اقتصاد وزیر په مشرۍ د یوه پلاوي راتګ ته په اشارې ویلي، اوس مهال د کابل او تهران ترمنځ غوره دوه اړخیزې اړیکې او اقتصادي همکارۍ شته او هڅه کېږي دغه همکارۍ لا  پراخې شي.

کابل کې د ایران شارژدافیر علیرضا بېکدلي  ویلي: « کوم بندیزونه او ګواښونه چې زموږ دښمنان یې اعلانوي، د ګټه اخستنې لپاره زموږ ارادې نورې هم پیاوړې کوي. د افغانستان او ایران ملتونه د سختو ورځو ملتونه دي؛ هر څومره چې څوک پر موږ سختي او فشار زیات کړي، زموږ مقاومت هم ورسره زیاتېږي او لا جدي کار کوو. موږ همدا نن پیل کړی چې په چابهار بندر او میلک یا ورېښم پله کې راکړه ورکړه پياوړې کړو او د رېل کرښې وغځوو.»       

نوموړی همدا راز وایلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي. د ده په خبره، هڅه کېږي دوه اړخیزه سوداګري چې اوسنۍ ورځنۍ کچه یې شاوخوا ۱۲۰۰ بار وړونکو لاریو ته رسېږي، تر ۲۰۰۰ لاریو پورته شي. 

علیرضا بېکدلي زیاته کړې: « موږ اراده لرو چې که د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګرۍ کې کوم خنډ وي، هغه له منځه لرې کړو او د دې په ځای چې په ورځنۍ کچه ۱ زر ۲۰۰ لارې زموږ له پولو څخه تېرې شي، موږ باید دا کچه په ورځنۍ توګه تر ۲ زرو لارو ورسوو.»

د اقتصاد وزارت چارواکي بیا پر ایران وروستیو اقتصادي بندیزونو ته په اشارې اندېښنه ښیي چې دا چاره ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري اغېزمنه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري   وايي: « دا مهال چابهار بندر پر ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا او دغه راز د امریکا د بندیزونو له امله ښايي ستونزو سره مخ شي. موږ هڅه کوو چې زموږ تجارت له زیان سره مخ نه شي او د نړیوالې ټولنې په ګډون له مختلفو چارواکو سره د خبرو په حال کې یو، ترڅو افغانستان د بندیزونو له دې لړۍ څخه معاف شي.»    

له بلې خوا، سوداګر بیا وخت ناوخت له پاکستان سره تورخم کې ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو ته په اشارې، چابهار بندرغوره بدیل او نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د رسولو لپاره ښه انتخاب ګڼي.

د صنعت‌کارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وايي: « لازمه ده چې بدیلې لارې پيدا شي. هندوستان زموږ لپاره ډېر ستر مارکېټ دی او دغه مارکېټ ته د لاسرسي لپاره باید پر چابهار بندر کار وشي. همدارنګه چین ته د لاسرسي لپاره باید د واخان دهلېز له لارې چین سره خبرې وشي. د دې لپاره هم باید کار وشي چې له چین څخه زموږ سوداګریز توکي چې کوم رېل ګاډي کې راځي، باید بېرته تش لاړ نه شي.»                           

کابل کې د ایران شارژدافیر پر تهران وروستیو اقتصادي او نظامي بندیزونو سربېره، داسې مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره اقتصادي اړیکو خبره کوي  چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند اخوند زاده عبدالسلام جواد د څرګندونو له مخې، تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت شاوخوا ۱ میلیارد او ۶۲۶ میلیون ډالره و چې له ډلې یې نږدې ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان صادرات او پاتې نور یې واردات وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist