Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته د اکټوبر په ۷مه نېټه جوړېږي

د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته د اکټوبر په ۷مه نېټه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

له کله چې په هېواد اسلامي امارت بیا ځل واکمن شوی، په بهرنیو هېوادونو کې تل د افغانستان په تړاو د جوړېدونکو غونډو اجنډا د ټول ګډونه حکومت جوړول، له نشه ‌یي توکو سره مبارزه او د ترهګرۍ ضد اقداماتو په اړه وې.

تازه د اکټوبر په اوومه نېټه په روسیه کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ د مشورو اوومه ناسته جوړېږي چې له افغانستانه د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم دې غونډې ته ور بلل شوی دی.

دغه غونډه چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د بندو دروازو تر شا جوړېږي، د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي او لوړ پوړي چارواکي به په کې ګډون ولري.

ټاس خبري اژانس په دې اړه یوه راپور کې ویلي: « د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته به د اکټوبر په ۷مه نېټه په مسکو کې جوړه شي. په دې ناسته کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغېزستان، پاکستان، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان، او ازبېکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د دې غونډې په څنډه کې به امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره ځانګړې کتنه هم ولري.»

د ټاس په دې راپور کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله زیاته شوې، د بېلاروس یوه استازي ته هم د مېلمه په توګه بلنه ورکړل شوې ده . نوموړې د دې غونډې اصلي اجنډا د افغانستان ملي روغې جوړې بهیر ته پیاوړتیا ورکول، د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پیاوړي کولو خبرې ګڼلې دي.

زاخارووا ټاس خبري اژانس ته زیاته کړې: « په دې ناسته کې به د افغانستان د ملي روغې جوړې بهیر ته د پیاوړتیا او همدارنګه له کابل سره د سیمه ‌ییزو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، ترهګرۍ او مخدره توکو پر ضد همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وشي. تمه ده چې د ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.»

د مسکو فارمټ اوومه ناسته کې امیرخان متقي ته داسې مهال بلنه ورکړل شوې چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د اکټوبر له نهمې تر شپاړلسمې نېټې پورې پر امیر خان متقي هند ته پر سفر د بندیز معافیت هم ورکړل شو.

د چارو یو شمېر شنونکي بیا هند ته د یوه لوړپوړي افغان چارواکي دغه سفر چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې په تېرو څلورو کالونو کې لومړنی سفر دی، مثبت ګڼي او وايي، ښايي د نوي ډهلي او کابل اړیکې ورسره پیاوړې شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د بهرنیو چارو وزیر په کچه د یوه هېواد د جګ پوړي چارواکي سفر بل هېواد ته، پر سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو ډېر اغېز لري او د سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو نږدې کېدلو ته لاره هواروي. هندوستان ته د ښاغلي متقي سفر به پر سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو ښه اغېز ولري او سیمې ته به هم پیغامونه ولري.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « مسکو ته د ښاغلي متقي سفر په داسې حال کې کېږي چې روسیه هغه یوازینی هېواد دی چې افغانستان یې په رسمیت پېژندلی او له طالبانو سره ښې اړیکې لري. په ورته وخت کې د بګرام نیولو په اړه د ټرمپ ګواښونو هم روسیه اندېښمنه کړې ده.»

له دې وړاندې د مسکو فارمټ شپږمه ناسته د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اکټوبر په څلورمه نېټه او پنځمه هغه یې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۹ مه نېټه په روسیه کې ترسره شوې وې چې د بحث اصلي موضوعات یې له افغانستان سره د نړیوالو او سیمه‌ ییزې مرستو پر دوام ټینګار، د ټولګډونه حکومت جوړول، د نشه يي توکو د تولید ضد اقدامات او مخنیوی او امنیتي وضعیت په تړاو مشوې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist