په کابل ښار کې د کتاب چاپ او پلور تر ټولو ستر مارکېټ کې اوس هغه ګڼه ګوڼه نه لیدل کېږي چې د کتاب مینه والو او لوستونکو به په کې جوړه کړې وه. په دې مارکټ کې د پېرېدونکو بیخي نه شتوالي لامل د انټرنېټ بندېدل یادېږي.
کتاب پلورونکي وايي، کله چې انټرنېټ بند شو، کتابونه یې له چاپ پاتې شوي وو او له چاپ خونو، د له کتاب ډیزاینرانو او ایدیټورانو سره اړیکه پرې شوې وه.
د دوی په خبره، د انټرنېټ د بندېدو دوام به نه یوازې د دوی بلکې په ټول هېواد کې ستونزې نورې هم ډېرې کړي.
د سروش خپروندويه ټولنې مسوول نجیب الله ځیرک وايي: « تېرې دوه ورځې چې انټرنېټ پرې شوی و، موږ هم ورسره فلج وو. له لیکوالو، ژباړوونکو، چاپ خونو او نورو ټولو ښکېلو کسانو سره زموږ اړیکې د انټرنېټ له لارې دي. انټرنېټ په ۲۱ مه پېړۍ کې د آب حیات ارزښت لري او ادامه به یې نه جبرانېدونکې پایلې ولري.»
د مازدېګر خپروندويه ټولنې مسوول عطاالله ځواب وايي: « ما د چاپ لپاره څو کتابونه برابر کړل؛ پروسه داسې ده چې لومړی یې باید اډیټور او بیا ډیزاینر ته واستوم او له هغه وروسته یې د پيډياېف په بڼه چاپ ته واستوم، خو دا هرڅه د انټرنېټ له لارې کېږي. کارنه مې بېځي په ټپه ولاړ دي.»
کتاب پلورونکي دغه راز وايي، دوی پر خواله رسنیو ځانګړې پاڼې لري چې له لارې به یې د کتاب مینه والو او لوستونکو ته نوي کتابونه معرفي کول او له همدې لارې به خلک د کتابونو پېرودو ته راتلل، خو کله چې انټرنېټ بند شو، ورسره مارکېټ هم وتړل شو او پر کارو بار یې منفي اغېز وکړ.
د مازدیګر خپروندويه ټولنې مسوول عطاالله په دې اړه وايي: « ما د خپل فېسبوک پر پاڼه د خپلو چاپ شویو کتابونو اعلانونه خپرول او له دې لارې مې مشتریان جذبول. که انټرنېټ نه وي، زه نه شم کولی د خپلو تازه چاپ کړیو کتابونو په اړه اعلانات خپاره کړم او مینه وال پرې خبر کړم.»
د پوهنتونونو محصلین بیا وايي، د انټرنېټ په بندېدو سره یې په درسونو کې ستونزې رامنځ ته شوې وې او هغه کتابونه او سرچینې چې دوی ورته اړتیا درلوده، د انټرنېټ له لارې به یې ترلاسه کول، خو په بندېدو سره یې دغه لاسرسی پرې شو.
محصل احسان الله کټوازی وايي: « د انټرنېټ په بندېدو سره له ډېرو سختو ستونزو سره مخ شوو. له خپلو ټولګیوالو او استادانو سره مو اړیکه بشپړه پرې شوې وه. موږ د خپلې اړتیا وړ کتابونه له آنلاین کتابتونونو او پاڼو څخه ترلاسه کوو، خو چې انټرنېټ نه وي، دغه لاسرسی هم پرې کېږي.»
عبدالله ستانکزی د کتاب ژباړې په برخه کې کارکوي او وايي، تردې دمه یې لسګونه کتابونه له نورو ژبو را ژباړلي. دی هم شکایت لري چې د انټرنېټ په بندېدو سره له ستونزو سره مخ شوی و؛ ځکه ده د ژباړلې لپاره کتابونه له آنلاین سرچینو څخه ترلاسه کول.
د کتاب ژباړونکی عبدالله ستانکزی وايي: « ما ته یې د یوه ژباړن په توګه ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې. ما پرون خپرندویه ټولنې ته کتاب استولی و چې چاپ یې کړي، خو کله چې انټرنېټ پرې شو، له خپرندویه ټولنې سره مې هر ډول اړیکې پرې شوې. موږ د ژباړې لپاره اکثریت کتابونه له وېب پاڼو او آنلاین کتابتونونو را اخلو، خو د انټرنېت په قطع کېدو سره مو هر ډول سرچینو ته لاسرسی پرې شو.»
په هېواد کې د انټرنېټ په بندېدو سره نه یوازې دا د کتاب بازار او چاپ اغېزمن شول بلکې نورې برخې هم له خنډ سره مخ شوې وې. د پاسپورټونو وېش، د الکټرونیکي تذکرو برخه، د الوتکو پروازونه، بانکي سیسټم او همدا راز د هېواد اقتصاد هم په ټپه درېدلې وو.