Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان مخکیني حکومت چټک سقوط ته نړیوال اوس هم حیران دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/28

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د پای مرکه کې د نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغانستان موضوع هم اړینه وبلله.

ټروډو د افغانستان د مخکیني حکومت د اګسټ میاشتې د سقوط په اړه وویل، له څو میاشتو راهیسې د حکومت د ړنګیدو په ‌تړاو استخباراتي مالومات ول،خو په وینا یې چا دا تصور نه کاوه،چې هرڅه دې دومره ژر له منځه ولاړ شي.

ټروډو زیاته کړې:« موږ سره د استخباراتو دا مالومات له څو میاشتې وړاندې ول،خو دا فکر مو نه کاوه، چې هرڅه به دومره ژر له منځه ولاړ شي. موږ څه چې  هیچا دا فکر نه کاوه، چې هرڅه به داسې ژر بدل شي.»

ټروډو له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه وویل، له افغان ولس خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، په دې موخه اوس هم افغانستان ته بشري مرستې استوي او په خبره یې  د پراختیايي پروژو ملاتړ کوي،ځکه راتلونکی ژمی ډېر ګواښوونکی دی.

ټروډو زیاتوي:« په ورته مهال، موږ دا هڅه هم باید وکړو،چې له  افغانستان سره بشري او پراختیايي مرسته وکړو، چې دغه مرسته د افغانانو لپاره د ټیکاو سبب شي. موږ اړ یو چې د طالبانو حکومت په شتون کې د ولس لپاره کار وکړو.»

ټروډو په دغو خبرو کې خپله هغه ژمنه بیا تازه کړه،چې په راتلونکي کې یوه او دوه کلونو کې به څه باندې ۴۰ زره کسان له افغانستانه وباسي.

هغه دې پوښتنې ته چې تر ګواښ لاندې کسانو لپاره دوه کلونه ډېر زیات دي، په ځواب کې وویل، د همدې لپاره پر طالبانو فشار راوړي،چې پر شرایطو برابر کسانو ته د وتلو اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې:«هو! دا ډېره موده ده،ځکه خو موږ په دې هڅه کې یو،چې دا بهیر نور هم ګړندی کړو. موږ اوس هم له خپلو متحدینو سره په دې کار کوو،چې پر طالبانو فشار راوړي،ترڅو هغو کسانو ته اجازه ورکړي،چې غواړي له افغانستانه ووځي.»

ټروډو وویل،تر ټولو ژر یې  د خپلو اتباعو او افغان کارکوونکو  د اېستلو لړۍ پیل کړه او اوس هم تر ټولو د زیاتو کسانو د اېستلو اراده لري.

هغه ټینګار وکړ،چې په دې برخه کې ډېر امکانات لري او د افغان کډوالو لپاره د کاناډايي ټولنې غېږ تل  پرانیستې ده.

تروډو وویل، په تیرو څلور میاشتو کې یې هېواد شااوخوا څلور زره افغانان کاناډا ته اېستلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist