Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت: افغانستان د غنمو تولید برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شوی

کرنې وزارت: افغانستان د غنمو تولید برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/02

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳ نندارتون « د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه، د هېواد د اقتصادي پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» په شعار سره پرانستل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د دې نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، پر بهرنیو محصولاتو او صادراتو د تکیې وروستۍ کچې ته نیږدې شوي او په خبره یې، د کروندګرو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی اړتیاوو ته رسېدل یې کاري لومړیتوبونه دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په خبره، په کلني ډول افغانستان شاوخوا ۷.۵ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري. نوموړی دغه راز وايي، کرنې وزارت د کروندګرو په ملاتړ توانېدلی چې د غنمو تولید کچه نږدې ۵ میلیون مټریک ټنو ته ورسوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري زیاتوي: « موږ شاوخوا ۷ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لرو، په ځانګړې توګه داسې مهال چې صنعتي فابریکې ډېرې شوې او خوراکي غنمو ته ډېره اړتیا لرو، له دې وړاندې هرڅه له بهر څخه راتلل او یې د کیفیت په لحاظ هم ډاډمن نه وو، همدارنګه بنادرو کې مو هم د قرنټین او ساتنې په تړاو ستونزې لرلې، موږ په دې ټولو برخو کې کار کوو. په لومړي ګام کې، موږ په مسلکي او تخنیکي معینیت کې د اصلاح شویو تخمونو په اړه شپه او ورځ کار کوو او وړاندې ځو. موږ دا مهال د خوراکي غنمو اصلاح شوی تخم ۵ مټریک ټنو ته رسولی او راتلونکو څو کالو کې به خپله ټوله اړتیا له خپل هېواد څخه پوره کړو.»                       

د کرنې وزیر د خپلو خپلو په دوام د مالدارۍ برخې ته له پاملرنې هم خبر ورکړی او وايي، د کرنې تر څنګ د مالدارۍ برخه کې هم هڅې ډېرې شوې او په ټول هېواد کې نږدې ۱۱۸ زره جریبه ځمکه د څړځایونو ټولو ځانګړنو ته په پام، تشخیص او مالدارانو ته ورکړل شوې ده.

د یاد وزارت نور چارواکي کرنه او مالداري د اقتصادي سکټور د ودې کلیدي عناصر ګڼي او وايي، د کرنې وده د مالدارۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کولی شي او له لارې یې هېواد نږدې۸۰ سلنه ځان بسیاینې ته رسېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال صدراعظم عثماني وايي: « د کرنې سکټور ډېر مهم سکټور دی او کله چې موږ په دې سکټور کې ځان بسیاینې ته ورسېږو، د هېواد اقتصاد به له ۷۰ تر ۸۰ سلنو ځان بسیا شي؛ ځکه چې زموږ ۸۰ سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ بوخت دي. که چېرې د دغو ۸۰ سلنو اقتصاد جوړ شي، د پاتې ۲۰ سلنو خلکو اقتصاد هم ورسره جوړېدای شي.»                

بل پلو، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال پر هېواد اوسنیو نړیوالو بندیزونو ته په پام د کرنې او مالدارۍ برخه کې وروستي پرمختګونه ستایي خو وايي، د کروندګرو ملاتړ او پر صادراتو له تکیې د خلاصون لپاره دې کورني محصولات وکارول شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: « له کورنیو تولیداتو کار اخیستنه باید عمومي شي. د نظام مسوولین، عام خلک، علمي او اکاډمیک مرکزونه، شرکتونه او ټول    باید له کورنیو محصولاتو او تولیداتو ګټه واخلي، ترڅو په دې سره زموږ له پانګوالو او هېوادوالو ملاتړ وشي.»

د اوبو او انرژۍ وزیر بیا اقلیمي بدلونونو او وروستیو کې د وچکالۍ کچې زیاتوالي ته په پام د اوبو مدیریت حیاتي ګڼي او له اړتیا پرته د خلکو له لوري د اوبو کارول د اندېښنې وړ بولي.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وايي: « زموږ اوبه ورځ تر بلې لاندې روانې دي او په دې کې هېڅ شک نه شته چې موږ باید خپل تدابیر ونیسو، مګر له تدابیرو سره څنګ کې باید موږ د اوبو ساتنه هم وکړو. په داسې حال کې چې بارانونه نه دي شوي او ځمکه هم تغذیې ته اړتیا لري مګر نه یوازې دا چې ځمکه نه تغذیه کېږي بلکې دومره اوبه ترې ایستل کېږي چې ښايي له داسې ناوړه بحران سره مخامخ شو چې بیا به یې مخه نه حکومت نیولی شي او نه هم خلک.»                  

همدارنګه، د دې نندارتون ګډونوال اوسنیو شرایطو کې د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د کروندګرو او پانګوالو د محصولاتو او تولیداتو لپاره د بازار موندلو په برخه کې ګټور بولي، خو له حکومت او اړوند ادارو، نړیوالو بازارونو ته د لار موندلو غوښتنه کوي.

د نندارتون یوه ګډونوال فرشته وايي: « د هغو محدودیتونه له امله چې د ښځو پر وړاندې شته دي، موږ نه شو کولی خپل جوړ کړي توکي نندارې ته کېږو، خو دا نندارتون یو ډېر ښه فرصت دی چې خپل توکي خلکو ته وښيي.»

د نندارتون ګډونواله عزیزه وايي: « حکومت دې له موږ ملاتړ وکړي، ترڅو خپل محصولات لا ډېر کړو، د خپل روب، ترشي او مربا جوړولو، جامو ګنډلو او غالۍ اوبدلو لپاره کارخونې جوړې کړو. موږ دا هرڅه کولی شو خو وسایل یې نه لرو.»

د نندارتون ګډونوال عمرګل وايي: « موږ غواړو زموږ تولیداتو ته بازار پیدا شي. تولیدات شته خو بازار نه شته. که له موږ سره همکاري وشي، موږ کولی شو د افغانستان محصولات نړۍ ته ورسوو.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو ۳۳ نندارتون کې د لاسي صنایعو په ګډون د کرنیزو، مالدارۍ او اوبو لګولو بېلابېلو عصري وسایلو شاوخوا۴۳۰ غرفې نندارې ته اېښودل شوې او د روانې تلې میاشتې له ۷مې تر ۱۴مې به دوام ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist