Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د پرچاوۍ له زیاتېدو شکایتونه؛ خلک وايي شپه او ورځ کې یوازې ۴ ساعته برېښنا لري

کابل کې د پرچاوۍ له زیاتېدو شکایتونه؛ خلک وايي شپه او ورځ کې یوازې ۴ ساعته برېښنا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/02

د برېښنا پرچاوۍ له امله د شکايتونو په دوام دا ځل هم د کابل اوسېدونکي ورته شکايت لري. دوی وايي، د برېښنا د تېرې او اوسنۍ پرچاوۍ توپیر په ځينو سيمو کې دا دی چې اوس په ۲۴ ساعتونو کې يوازې ۴ ساعته برېښنا لري.

د کابل اوسېدونکی محمد سلیم وايي: « موږ په څلورېشت ساعتونو کې یوازې ۴ ساعته برېښنا لرو، حال دا چې زموږ ټول کاروبار په برېښنا پورې اړه لري. زموږ هیله دا ده چې د پرچاوۍ کچه راټیټه شي، ترڅو خپل کاروبار ته رسېدنه وکولی شو.»

د کابل ښاریان دغه راز وایي، ټول کارونه یې په برېښنا پورې تړلي. دوی له برېښنا شرکت غواړي چې د پرچاوۍ د مخینوي لپاره جدي هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی سباوون وايي: « زه محصل یم او تر ټولو ډېره اړتیا مې برېښنا او انټرنېټ ته ده، که دا دوه څیزونه موږ ته موجود وي، کولی شو هم خپل درسونه ووایو او هم نورو چارو ته رسېدنه وکړو.»

د برېښنا شرکت مسوولان هم په هېواد د برېښنا کمښت مني خو ډاډ ورکوي چې د پرچاوۍ مخنیوي لپاره لاس په کار شوي او د ژمې له را رسېدو وړاندې به په کابل کې د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.

د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق پرست وايي: « د کابل اساسي کمښت د برېښنا له درکه دی. د برېښنا په برخه کې د کابل ښار اړتیا له ۶۵۰ تر ۷۵۰ مېګاواټو پورې ده، خو موږ له ۳۵۰ تر ۴۰۰ مېګاواټو پورې برېښنا لرو. د برېښنا شرکت مشرتابه په دې اړه جدي کار کوي، تاسو ولیدل چې د پانګونې جذب کنفرانس کې د ۲۲ هېوادونو مېلمانه راغلي وو او تقریبا ً تر ۴۵۰ مېګاواټو پورې د برېښنا د تولید نوي تړونونه وشول او تر ۸ زره ۸۰۰ مېګاواټو برېښنا د تولید تفاهم لیکونه لاسلیک شول. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د کابل او ټول هېواد ستونزې حل شي.»

که څه هم په افغانستان کې له کلونو راهیسې خلک د برېښنا د پرچاوۍ په تړاو شکایتونه کوي، خو په ځواب کې یې بیا حکومتي چارواکي په پرله پسې توګه ژمنې کوي چې دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ نږدې۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي چې ډېر ځله په صادروونکو هېوادونو کې د برېښنا کمښت هم د افغانستان پر برېښنا منفي سیوری غوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist