Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ته د پاکستان جماعت اسلامي ګوند راغلي پلاوي له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

کابل ته د پاکستان جماعت اسلامي ګوند راغلي پلاوي له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/29

د محمد ابراهیم په مشرۍ د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند یو پلاوی کابل ته راغلی او دلته یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې.

د بهرنیوچارو وزیرامیرخان متقي له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پلاویو تګ راتګ مهم بللی او د کابل او اسلام اباد ترمنځ یې مثبتې اړیکې د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره ګټورې یادې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګڼو کچو د پلاویو تګ راتګ مهم دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې د ولسونو په ګټه دي.»

په همدې حال کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالي ټینګار کړی او د کابل – اسلام اباد ترمنځ یې اړیکو کې ښه والی له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا ولسونو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهم بللی.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د پلاوي مشر محمد ابراهیم ویلي: « د افغانستان او پاکستان ولسونه باید سره نږدې شي، په افغانستان کې وروستي راغلي پرمختګونه د ستایلو دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه‌ والی د کرښې پورې غاړې ولسونو د ژوند له ښه‌ والي سره مرسته کوي. هیله لرو پر شته ستونزو لاس بري شو.»

د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو کوربتوب په برخه کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند خدمتونه د ستاینې وړ بللي او زیاته کړې یې ده چې  په پاکستان کې د دیني او سیاسي ګوندونو رول د پام وړ او مهم دی.

د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي: « محترم متقي صاحب په پاکستان کې د جماعت اسلامي اجتماعي خدمات د ستاینې وړ وبلل او له څو لسیزو راهیسې یې د افغان مهاجرینو کوربه توب له امله مننه وکړه او د پاکستان د دیني ګوندونو رول یې د پام وړ وباله.»

تحلیلوونکي بیا د داسې پلاویو تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې ګټور نه یادوي او زیاتوي چې د پاکستان سیاسي ګوندونه او خلک دې خپل حکومت ته مشوره ورکړي چې د ټولو ګاونډیانو په تېره بیا د افغانستان پر وړاندې په خپلو پالیسو کې بدلون راولي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا کتل او لیدل باید د پاکستان خلک په خپل منځ کې سره وکړي. د پاکستان ولس د خپل حکومت او چارواکو ته قناعت ورکړي، ترڅو راتلونکي کې د افغانستان له حکومت، چارواکو او ولس سره ضد او نقیض خبرې او ګواښ ونه کړي. همدارنګه د سیاستونو د تخریب، اقتصاد په ټپه درولو، سوداګریزو دروازو بندولو او پر افغانستان د شپې له خوا بریدونو هڅه ونه کړي. یانې دا چې پاکستان اوس مهال په خپلو ټولو اقتصادي او سیاسي اړیکو او پلانونو کې تغییرات راولي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار په مشرۍ د پاکستان حکومت لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی وو او دلته یې له افغان چاوراکو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي اړیکو په ټینګښت او په سوداګریزو برخو کې د اسانتیاو برابرولو خبرې درلودې، خو لایې کومه مثبته پایله نه ده لیدل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist