د افغانستان اسلامي امارت د مرغومې یا جدي د شپږمې په مناست خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي،افغانستان د نورو کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي.
خبرپاڼه کې راغلي، د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د ولس جهاد او مبارزه ستايي.
خبرپانه کې وړاندې راغلي، افغانستان د هیڅ بل هېواد به کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي،چې زموږ حقوق تر پښو لاندې کړي او په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه وکړي.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، افغانان د یو سوله دوست ملت په توګه غواړې، له نړیوالو سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او قوې اړیکې تامین کړي،چې په هغه کې چاته هم د ضرر احتمال نه وي او د ملتونو د ازادۍ حق خوندي وي.