Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مرستندويه بنسټونه: روان کال نږدې ۳ میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

مرستندويه بنسټونه: روان کال نږدې ۳ میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

د اګسټ په لومړۍ نېټه په پاکستان کې له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو کډوالو یا د پي‌او‌آر کارټ لرونکو افغان کډوالو لپاره په خپله خوښه د وتلو مهلت پای ته ورسېد او ورسره سم د پاکستان پوليسو په زور د دوی د اخراج پيلولو ترڅنګ، ورسره چلن هم سخت کړ.

اوس د اسلامیک ریلیف په نوم يوې موسسې موندلې چې د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۳ میلیون افغان کډوال د پاکستان په شمول له ګاونډيو هېوادونو بېرته راستانه کړای شوي دي.

دې موسسې د خپلو موندنو له مخې، د پراخې راستنېدنې دغه بهير په لوړه کچه سرحدي کډوالي بللې او باور يې ښودلې چې په ورځني ډول له ۱۰ تر ۱۵ زرو کسانو راستنېدل چې دا کار د افغانستان پر محدودو اقتصادي سرچینو او ټولنیزو خدمتونو دروند فشار اچوي.

اسلامیک ریلیف زیاته کړې: « سږ کال تر اوسه نږدې ۳ میلیونه کسان بېرته افغانستان ته را ستانه‌ کړای شوي دي. دا په نړیواله کچه د ستنېدونکو تر ټولو لوړ شمېر دی. دې چارې یوازې ۹ میاشتو کې د افغانستان د نفوسو په شمېر کې ۶.۵ سلنه زیاتوالی راوستی. هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره کسان له داسې هېواد افغانستان ته ستنېږي چې لسیزې یې هلته ژوند کړی.»

د یادې موسسې موندنې دغه راز ښیي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیون تنه چې د ټول نفوس شاوخوا ۵۵ سلنه برخه کېږي، د اقتصادي ستونزو، لوږې، اقلیمي بدلون او نورو عواملو له امله بېړنيو مرستو ته اړتیا لري او دغه راز ۱۰ میلیون تنه چې د افغانستان د نفوس شاوخوا څلورمه برخه جوړوي، د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم هلته د مېشتو افغان کډوالو روغتیایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر افغان کډوال د پولیسو له لوري د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له ورتګ ډډه کوي او له پاکستان غواړي چې له افغانانو سره پر سم چلن سربېره، د دوی ننګونو ته رسېدنه وکړي.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون ویلي: « د پاکستان بشري حقونو کمېسيون د هغو راپورونو له امله اندېښنه لري چې له امله یې افغان کډوال د ناروغۍ پر مهال روغتونونو ته له ورتګ وېره لري. له ځینو روغتونونو څخه دا راپورونه هم موجود دي چې ناروغ افغان کډوال ته له وېزو پرته معالجه نه ده شوې. په راپورونو کې د هغو ميندوارو ښځو په اړه چې روغتیايي مرستو ته جدي اړتیا لري، ویل شوي چې له وېرې د مرستو غوښتنه نه شي کولی.»

په ورته مهال، له پاکستان راستانه شوي افغانان وایي چې هلته په بېلابېلو ښارونو کې له افغان کډوالو سره بد چلن لا هم دوام لري، شتمنۍ یې لوټل کېږي او پرته له کوم دلیل د پوليسو له لوري بندخونو ته اچول کېږي.

د نادر په نوم له پاکستان راستون شوی کډوال وايي: « ما ټول عمر پاکستان کې تېر کړ، خو اوس پولیسو ډېره سختي پیل کړې. دا سختي اسلام اباد کې تر نورو ښارونو زیاته ده. پولیس کورونو ته ورځي، ښځې او ماشومان له ځان سره وړي او بیا یې ډیپورټ کوي؛ له هغه وروسته نارینه مجبور دي چې کډه بار کړي. موږ خپله هرڅه په تاوان خرڅ کړل او هېواد ته راغلو.»

له دې سره سم، د کډوالو د حقونو فعالان په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان او ایران فشارونه ډېر کړي، ترڅو له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلن وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلا خان بهادري وايي: « همدارنګه باید له نړیوالو او سیمه ییزو مرستندویانو سره همغږي وکړي، ترڅو ستنېدنه په امن، عزت او درناوي ترسره شي. هغه هېوادونه چې افغان کډوال وباسي یا هلته مېشت دي، باید نړیوال قوانین او بشري حقونه رعایت کړي؛ د راستنېدنې پروسه منظمه وي، کډوالو ته مخکینی خبر ورکړل شوی وي، اړین اسناد ورکړل شي او د سفر پرمهال یې ژوند او مال خوندي وساتل شي.»    

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په دې اړه زموږ اړيکو ته ځواب را نه کړ، خو له دې وړاندې يې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره دې د انساني او ښه ګاونډیتوب اصولو پر بنسټ چلن وکړي.

بل پلو، تازه د کندهار ځايي مسوولينو ویلي، يوازې د سې ‌شنبې په ورځ پاکستان ۲زره ۳۸۹ افغانان د سپین ‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه کړي. د مسوولینو په خبره، په دغو کسانو کې ۳۳ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې په پاکستان کې بنديان وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist