Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان خبريالان له کاري ننګونو او اقتصادي ستونزو شکايت کوي

افغان خبريالان له کاري ننګونو او اقتصادي ستونزو شکايت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

له افغانستان سره د نړيوالو مرستو کمښت پر بېلابېلو برخو اغېز کړی چې د رسنيو سکټورهم ترې مستثنا نه دی او له لمبه يې د ځينو رسنيو له تړل کېدو سره، سلګونه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بې ‌روزګاره شوي.

ځينې خبريالان هم مني چې د مرستو کمښت يې پر فعاليتونو اغېز کړی او ان يو شمېر هغه خبریالان چې دندې يې له لاسه ورکړې دي، اوس ‌مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سیدعمر سهار په بېلابېلو رسنيو کې له کار کولو سره د اطلاع رسونې کلونه تجربه لري، خو د رسنيو تمويلي سرچينو له محدودېدو سره بې ‌روزګاره شوی. دی له رسنيو پرته اطلاع رسونه ناممکنه ګڼي او له همدې امله د رسنيو پر جدي ملاتړ ټينګار کوي.

خبریال سيد عمر سهار وايي: « حالاتو پر رسنیو ډېر اغېز کړی، ځینې یې بندې شوې او ځینې نورې د بندېدو په حال کې دي او خپل له پنځوس سلنو ډېر خبریالان یې بې دندو کړل. دا هم د خبریالانو او هم د رسنیو لپاره لویه ننګونه ده.»

نوموړی د رسنيو له وضعيت ورها خوا، بې ‌روزګاره شوي خبريالان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ بولي او د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو سربېره، له اوسني حکومت او نړيوالو د دوی وضعيت ته د رسېدو غوښتنه کوي.

سید عمر سهار په دې اړه وايي: « غوښتنه مو دا ده چې په لویه او نړیواله کچه باید د افغان خبریالانو او رسنیو غږ پورته کړي، د دوی لپاره د امکاناتو غوښتنه وکړي، د افغانستان د رسنیو ملاتړ ته نړیوال وهڅوي او له حکومت سره په ګډه په داسې طرحه او پلان کار وکړي چې د رسنیو اقتصادي ستونزې وسره په بنیادي توګه هوارې شي.»

ځينې خبریالان د مشخصې کړنلارې پر تدوین او د رسنیو د قانون د توشېح پر اړتیا له ټینګار سربېره، اطلاعاتو ته د لږ لاسرسي او د دندو نه خونديتوب له امله هم شکايت کوي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت او د خبريالانو ملاتړي بنسټونه دې په يوه ګډ تفاهم سره د اطلاع رسونې او د مالي صندوق په رامنځته کولو سره، د خبريالانو د ناسم اقتصادي وضعيت ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه هم د خبریالانو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکوي چې د ټولو خبریالانو اقتصادي ستونزو ته د حکومت په همغږۍ رسېدنه کېږي.

د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې ریيس حجت‌الله مجددي وايي: « حکومت، نړیوال بنسټونه او حتا ملي سوداګر دنده لري چې د رسنیو د خوندیتوب لپاره کار وکړي او رسنیو ته خپل اعلانات ورکړي. د خبریالانو د شغلي مصونیت په اړه ما څو ځله له چارواکو غوښتنه کړې او دا ځل مو پرېکړه کړې چې دا غوښتنه په کتبي بڼه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړو، ترڅو د شغلي مصونیت برخې ته پام وکړي.»

که څه هم تازه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې يې په وار وار ویلي چې د شرعي اصولو، کلتوري او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې د ټولو رسنيو او خبريالانو د فعاليت ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist