Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له افغانانو سره مرستې باید د دوه نړیوالو بلاکونو ترمنځ د سیاست قرباني نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/26

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د مسکو او واشنګټن خپل منځي ستونزې او د دغو دوه بلاکونو سیاسي غچ اخیستنې باید د افغانانو پر زیان تمامې نه شي.

 دوی وايي، امریکا روسیه د اوکراین پر سر ګواښلې او مسکو اوس د افغان کړکیچ ټوله پړه پر واشنګټن اړوي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل وايي:« امریکا روسیه د اوکراین پر سر ګواښلې،چې ولې یې ځواکونه د جګړې لپاره د هغوی پولو ته استولي او  مسکو اوس هڅه کوي،چې د افغانستان د کړکېچ پړه پر امریکا  واړوي. »        

یو شمېر نور بیا  د سیمې هېوادونو مرستې د افغانستان لپاره ډ‌ېرې اړینې بولي او وايي، دغه مرستې د لویدیځو هېوادونو د مرستو پرتله ژر افغانستان ته رارسیږي.

د سیاسي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي:«د سیمې او نږدې ګاونډیو قوي اقتصاد لرونکو هېوادونو مرستې، د افغانستان لپاره ځکه ډېرې ګټورې دي،چې په رسولو کې يې وخت کم لګیږي او هم په کمه بیه تمامیږي.»

دوی دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کلني خبري کنفرانس د افغانستان د روان وضعیت په تړاو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

پوتین د نورو ګڼو سیاسي مسایلو ترڅنګ له افغانستان سره د مرستو په تړاو امریکا ته د اشارې په توګه وویل، هغه هېوادونه باید په لومړي سر کې افغانانو سره مرسته وکړي،چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز نظام یې ړنګ کړی دی.

پوتین زیاته کړې:« اوس مهال افغان ولس ته مرسته رسول اړین دي. دا مرستې باید تر ټولو لومړی هغه هېوادونه وکړي،چې افغانستان ته یې دومره دروند ټولنیز او اقتصادي زیان اړولی دی. هغوی باید دا مرستې وکړي،چې شل کلونه هلته وو او د هغوی مالي نظام یې ړنګ کړی دی.»

په افغانستان کې د  نوې واکمنۍ له راتګ سره د تېرو څه باندې څلورو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د هېوادونو له ډلې چین هغه هېواد دی،چې له افغانستان سره یې ډېرې مرستې کړي او په دې تړاو یې کړې ژمنې په عمل کې ښودلې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist