د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۴ مه» پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د امیر المومنین د فرمان په اساس ډاکټر لطیف نظري د اقتصاد وزارت د مسلکي معین په توګه ټاکل شوی دی.
مجاهد وایي،نظري له هزاره قومه دی او په اقتصاد کې ښه وړتیا لري.
د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پر مهال دا لومړی ځل دی،چې له هزاره قومه یو کس د وزارت د مرستيال په توګه ټاکل کېږي.
پر اسلامي امارت نيوکه دا ده،چې کابینه یې ټول شموله نه ده،خو اسلامي امارت بیا ډاډ ورکوي،چې حکومت یې سرپرست دی او په بدلونونو کې به ټولو خواوو ته پاملرنه وکړي.