Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د استخباراتو ریاست مرستیال: پر اسلامي شریعت معامله نا ممکنه او د منلو نه ده

د استخباراتو ریاست مرستیال: پر اسلامي شریعت معامله نا ممکنه او د منلو نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ کې د شهیدانو په ویاړ جوړې شوې غونډه کې د اسلامي ‌امارت لوړ پوړو چارواکو او د شهیدانو د کورنیو غړو او ځايي مسوولینو په افغانستان کې د یرغلګرو سره مبارزه کې د افغان ولس په قربانۍ، د شهادت فضایلو او د ازادۍ په اخیستلو او ساتلو خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د استخباراتو ریاست مرستیال ویلي، هر ځل مبارزه د فساد او یرغلګرو پر وړاندې ترسره شوې او اسلامي‌امارت به هېڅکله د اسلامي شریعت په سر له چا سره هېڅ ډول معامله ونه مني، که څه هم نظام له خطر سره مخ شي.

د استخباراتو ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد وايي: « موږ ته له هرڅه وړاندې اسلامي شریعت ارزښت لري او له هېچا سره پرې معامله نه کوو، ولو که نظام له خطر سره مخ شي. دا نظام به د اسلامي شریعت د حاکمیت او تطبیق لپاره وي.»

نوموړي سره له دې چې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په خبره یې د افغانستان دښمن له ماتې وروسته فکري او رواني جنګ ته مخه کړې، شپه او ورځ د دې نظام د تخریب او تضعیف لپاره کار کوي. ملا تاجمیر جواد خبرداری ورکړی چې نظام په سترو قربانیو او شهادتونو رامنځته شوی او د خپلو سرونو په قربانیو به یې ساتنه کېږي.

د استخباراتو ریاست مرستیال ویلي: « ستاسو دښمنانو چې کله سخته ماتې وخوړه او دا په نړۍ کې فرهنګ هم دی چې څوک ماتې وخورې، فکري او رواني جګړې ته مخه کوي، دوی هم همدا کار پيل کړی او زموږ د نظام پر ضد تبلیغات کوي. دوی باید پوه شي چې دا نظام مو په شهادتونو راوستی او په شهادتونو به یې ساتو.»

د استخباراتو ریاست مرستیال ولس ته ډاډ ورکړی چې په تبلیغاتو دې باور نه کوي، حکومت په سیاسي اقتصادي، امنیتي او نورو ټولو برخو کې پرمختګ کړی او په خبره یې د ساینسي علومو او ټکنالوجۍ له ټولو اسبابو نه د افغانستان اسلامي امارت د استحکام او بقا، د هېواد ساتنې او پرمختګ لپاره کار اخیستل کېږي.

ملا تاجمیر جواد وايي: « موږ نه غواړو د ساینسي علومو او ټکنالوژۍ په بهانه پردی فرهنګ دلته راولو. موږ داسې څوک نه یو چې په دې نوم را باندې څوک خپل دود او فرهنګ ومني. د افغانستان تول ولس بیدار دی او څوک مو نه شي خطا کولی.»

د پکتیا په سیدکرم کې د شهیدانو دغه یاد او ویاړغونډه پر افغانستان د یرغلګرو پر وړاندې د افغان ولس مبارزې، د افغانستان بقا او د اسلامي نظام د هویت تضمین او د ازادۍ ساتنې په هدف را بلل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist