Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې له زرګونه کورونو سربېره ۴۰۰ ښوونځي هم ویجاړ یا زیانمن شوي

کونړ کې له زرګونه کورونو سربېره ۴۰۰ ښوونځي هم ویجاړ یا زیانمن شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

کونړ کې له زلزلې وروسته په لنډمهاله پنډغالو یا کمپونو کې د زلزله ځپلو زړه بوږنوونکی وضعيت له ورایه ښکاري.

نقیب الله چې د کونړ نورګل ولسوالۍ د مزار درې د شُماش سیمې اوسېدونکی دی، د زلزلې له امله يې د کورنۍ د غړيو په شمول ۱۴۵ خپلوان شهیدان شوي دي. نوموړی اوسمهال د خاص کونړ ولسوالۍ په لنډمهاله پنډغالي کې د کورنۍ له پاتې غړیو سره مېشت دی. نقیب الله وايي، د کورنۍ اکثریت غړي یې له لاسه ورکړي.

د زلزلې له امله زیانمن شوی نقیب الله وايي: « موږ یوازې له خپلې کورنۍ څخه ۱۴۵ تنه شهیدان لرو او د ټپیانو شمېر مې هېڅ نیولی نه دی. په ودیر کلي کې داسې کورنۍ شته چې په بشپړه توګه له منځه تللي او یوازې هغه کسان یې پاتې دي چې بل ځای په مزدورۍ لګیا وو.»

د زلزلې له امله زیانمن شوی مجید وايي: « لومړی دې زموږ لارې او بیا کورونه جوړ شي. همدارنګه د اوبه خور سیسټم او ویالې هم جوړولو ته اړتیا لري. له مرسته کوونکو مننه چې زموږ خدمت کوي.»

امیرمحمد هم ټول شته د زلزلې له امله له لاسه ورکړي. هغه د حکومت په شمول له مرستندویه بنسټونو غواړي چې دایمي سرپناه او د ژوند نورې لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

 ځینې زیانمن شوي کسان چې په دې پنډغالي کې شپې ورځې تېروي، خپلو مېمنو کې د کورونو، لارو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو د بيا رغولو غوښتنې کوي.

د زلزلې له امله زیانمن شوی امیر محمد وايي: « موږ له خپلې کورنۍ ۴۵ تنه شهیدان ورکړي او دغه شان هرې کورنۍ شهیدان ورکړي. له حکومت غوښتنه کوو چې لومړی سړکونه جوړ کړي، اوس هم زموږ کلي ته ۳ ساعته پلی مزل دی، ځکه لاره نه شته.»

د زلزلې له امله زیانمن شوی محمد نبي وايي: « موږ په یوه خېمه کې پنځه او شپږ کډې پراته یو. هلته کلي کې زموږ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ دي. دلته له موږ سره پوره همکاري کېږي، خو دا ځای لږ تنګ دی.»

د کونړ چارواکي وایي، د کورونو په شمول د وروستۍ زلزلې له امله ۴ سوه ښوونځي په نيمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او په خبره يې، د زده کړو بهير د ټکني کېدو مخنیوي لپاره په نورګل او خاص کونړ ولسوالیو کې په شپږ لنډمهالو پنډغالو کې شپږ ښوونځي فعال شوي او زرګونه زده کوونکو ته يې په کې د زده کړو زمینه برابره کړې.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف وايي: « له ۴۰۰ بره ښوونځي یا زیانمن شوي یا بشپړ ویجاړ شوي دي. موږ هلته په ساحه کې ایجاد شویو کمپونو او دلته هم کمپونو کې د ښوونې روزنې فرصتونه برابر کړي.»

نوموړی زیاتوي، د زلزلې له امله زیانمنو شویو ته ۲زره جرېبه دولتي ځمکه د کورونو لپاره ځانګړې شوې چې پوره ۷زره کورونه به په کې جوړ شي.

نجیب‌الله حنیف په دې اړه وايي: « تقریبا ً په دې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کې چې څومره کورونه راځي، موږ به یې جوړ کړو. له موږ سره په دې اړه ډېرو هېوادونو مرسته کړې، کوي یې او ژمنې یې هم راکړې دي. اوسمهال موږ دلته ۶۰ کمپونه لرو، خو وخت ناوخت له درو څخه نور کسان راځي. یوازې دې کمپ کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان مېشت دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د خاص کونړ په کمپ کې پراته زلزله ځپلي وايي، په هره خېمه کې څلور یا پنځه کورنۍ اوسېږي او ځای یې ډېر تنګ دی. دوی له حکومت غواړي چې دلته نورې خېمې هم ولګوي.  د کونړ زلزله ځپلي له ژمي وړاندې د خپلو کورونو، سړکونو او ویالو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist