Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بيا په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړې او دا ځل يې ګواښ کړی چې که دغه اډه ور ونه سپارل شي، ښايي ناوړه پايلې ولري.

نوموړي دا خبرداری له وضاحت پرته پرخپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروټ خپور کړی.

دا په تېرو درېيو ورځو کې دویم ځل دی چې د امریکا ولسمشر د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « که افغانستان د بګرام هوايي اډه امریکا ته، هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې ده، بېرته ورنه ‌کړي، ناوړه پېښې به رامنځته شي.»

نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ بریټانیا کې د دې هېواد له لومړي وزير کېير سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې ويلي وو، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام اډه بېرته ونيسي.

اسلامي امارت بیا د نوموړي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، تر هر څه زيات ورته د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا مهمه ده.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، امریکا د دوحې په هوکړه  کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ په ضد به له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د یادولو ده چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنو ته پابنده پاتې شي.  په دې اساس یوځل بیا یادونه کېږي چې د تېرو ناکامو تجربو د تکرار په ځای باید عقلاني او واقع بینانه تګلاره خپله شي.»

ټرمپ د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو دليل دا بللی چې په وينا یې، د چين د اټومي وسلو جوړولو له ځايه یوازې یو ساعت واټن لري.

هغه له دې وړاندې د چين له خوا د بګرام پوځي اډې د نيولو ادعا هم کړې وه او په خپلو خبرو کې یې څو ځله د دې اډې يادونه کړې.

د نړيوالو چارو شنونکی واحد فقيري وايي: « زه فکر کوم د افغانستان بیا اشغالول به د امریکا لپاره ډېره ګرانه خبره وي؛ ځکه چې افغانان یې نه مني او نه غواړي چې د امریکا اشغالګرې قواوې یوځل بیا په افغانستان کې پیاده شي او د افغانستان کلي او کورونه بمبار کړي.»

هاخوا، چين هم د جمعې په ورځ د بګرام اډې په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و. د چین بهرنيو چارو وزارت د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمنتيا په ښودلو سره وویل، په سيمه کې دې د تاوتريخوالي د زياتولو ملاتړ نه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « بګرام دومره عادي اډه نه ده چې ټرمپ یې په ګواښونو ترلاسه کړي. ټرمپ خو ګرین لنډ هم نیولو، له کاناډا یې خپل ایالت جوړاوه او د اوکراین جګړه یې په یوه ټېلفون پای ته رسوله، خو دا هرڅه برعکس راووتل. ټرمپ زیاتې تعرفې ولګولې او نوي فرمانونه یې صادر کړل مګر ولیدل شول چې بېرته یې شاتګ وکړ.»

د کابل شمال پروان ولایت کې پرته د بګرام اډه په ۱۹۵۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوې وه او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي ځواکونو مهمه پوځي اډه بلل کېده.

د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو او د هغه څه له پیل وروسته چې امریکا “د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه” بلله، امریکایي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې دې اډې ته ننوتل او دا اډه یې له څو کلونو جګړې او ویجاړۍ وروسته بېرته ورغوله چې حدود یې نږدې ۳۰ مایلو ته رسېږي.

اوس له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې دا اډه له امریکايي ځواکونو څخه پاتې شویو پوځي تجهیزاتو سره د اسلامي امارت  ځواکونو د پوځي پرېډ او مراسمو ځای دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist