Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له دوو اونیو راهیسې د کونړ په درې ولسوالیو د پاکستان له لوري راکټي بریدونه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/25

له دوو اونیو راهیسې د پاکستان له لوري د کونړ په درې ولسوالیو، شلتن، سرکاڼو او دانګام راکټي بریدونه کېږي.

یوې باوري سرچینې شمشاد ته ویلي چې د شلتن ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د پاکستاني لوري د سرغړونو په صورت کې حتی طالب پوله ساتي ځواکونه جګړې ته اړ شوي او ځای ځای یې له پاکستاني لوري سره چرکي جګړې هم کړې دي.

د سرچینې په خبره، همدا نن د قول اردو  قوماندان او نور چارواکي سیمې ته د لیدنې لپاره تللي او ځواکونو ته یې د تیارسئ امر کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې مسولین به همدارنګه سیمه وڅاري، چې پاکستانی لوری ولې په دغو سیمو باندې راکټونه راوروي.

له بل لوري په ټولنیزو رسنیو کې یو ويډیو لاس پر لاس کېږي چې ښیي افغان لوري هم پاکستان ته د توپونو په ګوزارونو ځواب ورکړی دی.

د سیمې خلک هم د نښتو او بریدونو پخلی کوي او زیاتوي چې دوی په سیمه کې د پاکستان الوتکې هم لیدلې دي.

خو تر اوسه کومې باوري سرچینې بیا دغه خبر نه ده تایید کړې.

له کونړ مخکې د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سیمه کې هم پاکستانی لوری هغه وخت د طالب پوله ساتو د سخت ځواب سره مخ شو چې غوښتل یې اغزن سیم تېر کړي.

دوه ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز هم ننګرهار ته راغلی و او پلوڅۍ ته لاړ، چې له هغه سیمو کتنه وکړي چې پاکستاني لوري غوښتل نوي تاسیسات په کې جوړ کړي.

لوی درستیز پاکستاني لوري ته په اشاره وویل چې هیچاته به اجازه ورنه کړي د افغانستان لوری ته نوي تاسیسات جوړ کړي او یا هم وړاندې راشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist