Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

علي خان: افغانستان کې د وسله ‌والو موجوديت د کابل – اسلام ‌اباد ترمنځ اړيکو کې خنډ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/21

د کره اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته پاکستان پرله پسې ادعاوې کوي چې وسله ‌وال يې پر ضد د افغانستان خاوره کاروي. تر ټولو تازه ادعا کې د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت هم ویلي چې افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو حضور، په اړیکو کې یو خنډ دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د اوس لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې خنډ هغه وسله ‌والې ډلې دي چې د ادعا له مخې يې په افغانستان کې موجودې دي او د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د دې هېواد پر ځواکونو مرګوني بريدونه کوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت مسوولانو خبري کنفرانس کې ويلي، هېواد يې له افغانستان سره د ورورۍ پر اصل ولاړې اړيکې غواړي، خو يو وار بيا يې د لومړي وزير شهباز شريف پر هغه دريځ ټينګار کړی چې وايي افغانستان دې د وسله ‌والو او پاکستان له منځه يو انتخاب کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان ویلي: « ما په بېلابېلو ناستو کې ټينګار کړی چې په اړيکو کې اصلي خنډ د ترهګرو هغه پټنځايونه دي چې هلته موجود دي او له هغه ځايه ترې استفاده کوي. د لومړي وزير پيغام روښانه دی او هغه دا چې کابل دې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ یو وټاکي؛ زه نور په دې خبرو څه نه ور زياتوم.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز سره په مرکه کې تحریک طالبان پاکستان د دې هېواد کورنۍ ستونزه بولي او ټینګار کوي چې اسلام اباد نباید د دې ستونزې له امله خپلې اړیکې له کابل سره خرابې کړي. نوموړی ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېچا په ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او هملته باید ورته د حل لاره پيدا کړي. دوی باید له افغانستان سره له دې وجهې تعلقات خراب نه کړي؛ ځکه افغانستان خپله ټوله سعی او تلاش کوي چې د افغانستان خاوره څوک د پاکستان په ضد استعمال نه کړي. داسې عناصر باید دلته نه وي چې وسله ولري او بیا پاکستان ته لاړ شي او هلته نا امني جوړه کړي؛ موږ د دې خلاف یو. د افغانستان اسلامي امارت خپل دریځ بار بار څرګند کړی او نیت یې هم دا نه دی بلکې اراده دا ده چې داسې ستونزې پيدا نه شي چې له امله یې پاکستان سره اړیکې خرابې شي.» 

له دې سره، د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان ضد وسله والو ډلو حضور ستونزې مطرح کول د امنیت په ټینګښت کې د پاکستان پوځ کمزوري په ګوته کوي او ټینګار کوي چې پاکستان هېڅکله هم له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو اړیکو او دوستۍ له مخې د اړیکو پاللو غوښتونکی نه دی.

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د ټي.ټي.پي ستونزه په اصل کې د پاکستان د واکمنانو ناکامي ده؛ ځکه د پاکستاني طالبانو تحریک خپله د پاکستان له داخلي خلکو جوړ شوی. دوی باید دا ستونزه د مذاکراتو او سیاسي هلوځلو له لارې هواره کړي. دا خبره هسې یوه بهانه ده چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې ده او له هغه ځای پاکستان ګواښي.»              

د یادونې وړ ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې افغانستان د پاکستان مخالف او دښمن هېواد بللی او ادعا یې کړې چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د تروریستي بریدونو لپاره کارول کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist