<h4>د افغانستان په نیمروز ولایت کې د افغان، ایراني او پاکستاني موی تای لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې او د افغان موی تای لوبغاړو په کې لومړی مقام ترلاسه کړ. </h4> <!--more--> <h4>د افغانستان د موی تای فدراسیون مسول مطیع الله نوري ویلي، دا سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پیل او پرون ماښام پای ته ورسېدې،چې ۱۹ فایټه وې.</h4> <h4>په دغه سیالیو کې افغانستان ۱۷ مدالونه ګټلي،چې لومړی مقام یې ګټلی، ایران دویم او پاکستان درېیم مقام ترلاسه کړی دی.</h4> <h4> </h4>