Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: افغانستان کې پر امریکايي نظامي تجهیزات مانورې مې سخت غوسه کوي

امریکايي رسنۍ: واشنګټن له کابل سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو لپاره خبرې پيل کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/21

وال‌ سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امريکا د حکومتي سرچينو له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن د افغانستان له حکومت سره مذاکرات پيل کړي، ترڅو د سرچینې په خبره، امريکايي پوځيان له بګرام هوايي اډې ترهګرۍ سره په مبارزې کې فعاله ونډه واخلي.

دې سرچينې وال ‌سټريټ ژورنال ته ويلي، امريکا په دې اړه خپل مذاکرات د اډم بولر په مشرۍ تعقيبوي چې امنيتي همکارۍ، اقتصادي هوکړې او د بنديانو تبادله هم په کې شامل دي.

راپور زیاته کړې، واشنګټن په بګرام پوځي اډه کې د امريکايي ځواکونو د حضور پر سر د افغانستان له حکومت سره مذاکراتو ته دوام ورکړی.

وال سټريټ ژورنال وړاندې لیکلي: « دا مذاکرات چې د اډم بولر په مشرۍ ترسره کېږي، د امکان تر حده د زندانيانو په خوشي کولو، احتمالي اقتصادي هوکړې او امنيتي همکاريو تمرکز لري.»

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، واشنګټن د بګرام په پوځي اډې کې خپل پوځي حضور له سيمه ‌ييزې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي اړتيا بولي.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي چې څو ورځې وړاندې کابل ته هم راغلی و، د امريکا له لوري په سيمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه مهمه بولي او د دوه اړخيزو ګټو پربنسټ يې اړيکې او تعاملات ګټور ګڼلي.

زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « افغانستان او متحده ایالات دواړه له پیاوړو اړیکو څخه ګټه پورته کولی شي. د متحده ایالاتو لپاره یو څرګند او مهم ډګر د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ده. افغانان خپلې ځانګړې وجهې لري چې ښې اړیکې ولټوي، په ځانګړې توګه د ګاونډیانو له ګواښونو او ننګونو سره د مخامخ کېدو له امله. دا مهال سمدستي خنډ د بندیانو او یرغملو موضوع ده. دا خورا اړینه ده چې دا خنډ هر څومره ژر لرې شي.»

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بریټانیا کې د يوې ناستې پر مهال د بګرام اډه له چين سره د نږدېوالي او د بېجېنګ اټومي ځواک څارولو لپاره مهمه بللې او پر بيا نيولو يې ټينګار کړی.

ها خوا، د چين بهرنيو چارو وزارت بيا په بګرام پوځي اډه کې د امريکا بياځلي حضور د سيمه ‌ييز تقابل زياتېدو ټکی ياد کړی او د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی يې د افغانانو حق ګڼلی.

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان ویلي: « چین د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس کې وي او موږ په دې ټينګار کو چې په سیمه کې د تاوتریخوالي او شخړو راپورته کولو ملاتړ بايد و نه شي. موږ هیله لرو ټول اړخونه د سیمې د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.»

د بګرام پوځي اډې په اړه د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ له سياسي ناندريو وروسته، د افغانستان حکومت په دې برخه کې له امريکا سره هر ډول خبرې ردوي.

د بهرنيو چارو وزارت درېيم سياسي ریيس وايي، کابل له واشنګټن سره د مثبتو سياسي او اقتصادي همکاريو غوښتونکی دی، خو د بګرام په پوځي اډه کې د دې هېواد هر ډول حضور په اړه غوښتنې ورته د منلو نه دي.

له بلې خوا، کارپوهان د امريکا ولسمشر له خوا په منځني ختیځ او اوکراين کې د جګړو پای ته رسولو په تړاو بې پايلې ژمنو او پرخپلو متحدينو د لوړو تعرفو لګولو پرېکړو ته په اشارې، د بګرام پوځي اډې نيول هم د نوموړي يو تش سياسي شعار ګڼي.

د سياسي چارو شنونکی معين ګل څمکنی وايي: « د ټرمپ په خبرو ډېر باور هم نه دی په کار، ځکه هغه کاناډا هم د امریکا ۵۱ ایالت غوښت او دغه راز یې د ګرین لنډ غوښتنه هم کوله، د اوکراین جګړه یې هم پای ته رسوله مګر په دې ټولو کې پاتې راغی. حتا د درنو تعرفو وضع کولو له امله یې خپل تاریخي دوستان هم له لاسه ورکړل. ټرامپ په امریکا کې له سترو کورنیو ستونزو سره هم مخ دی؛ د دوی په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ملي ګارد ښارونو ته راوځي او لاریونونه ځي. نو دا ډېره ستونزه مسئله ده او امریکا باید له ځان سره فکر وکړي.»

د بګرام پوځي اډه په ۱۹۵۰ زېږدیز کال د شوروي اتحاد ځواکونو له خوا د افغانستان د وخت حکومت لپاره جوړه شوې وه چې له ۷۵ کلونو راهيسې د شوروي اتحاد، امريکايي ځواکونو او افغان حکومتونو له خوا کارېدلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist