Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بخش اباد بند انحرافي ټونلو رغنیزي چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

د بخش اباد بند انحرافي ټونلو رغنیزي چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/20

فراه کې د بخش اباد بند د اوبو د انحرافي تونلونو رغنيزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي. د دې پروژې مسوولان وایي، د ۷۵ متره په اوږدوالي د لوی ټونل د کانګرېټ او ۱۰۰ متره په اوږدوالي د کوچني ټونل د شارکرېټ چارې لا پاتې دي. د دوی په خبره، د لوی ټونل رغنيزې چارې به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې بشپړې شي.

د فراه بخش اباد بند د سروې څانګې مسوول انجینرعباد وايي: « موږ دا مهال په دوو نقطو کې کار کوو. په لوی ټونل کې د کانکرېټو اچونې برخه ده چې د ۷۵ مترو په اوږدوالي لا پاتې ده او د شلو ورځو په لړ کې به بشپړه شي. همدارنګه په کوچني ټونل کې د شارکرېټ برخه ده چې ۱۰۰ متره اوږدوالی لري او له ټاکلي وخت څخه وړاندې به بشپړه شي. موږ د فراه ولس ته ډاډ ورکوو چې پروژه به له ټاکل شوي وخت وړاندې ګټه اخیستنې ته وسپاروو.»

له بلې خوا، د فراه رود ولسوالۍ مسوولان او خلک هم د یاد بند د رغنیزو چارو چټکتیا او پر وخت د بشپړېدو غوښتنه کوي.

دوي وایي، د وچکالیو له امله دغه ولایت کې د اوبو کچه ټیټه شوې او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د فراه رود ولسوال محمد صادق جهادمل وايي: « غوښتنه مو دا ده چې د دې بند د کارونو په چټکولو کې هڅې وکړي، موږ ډاډ ورکوو چې د ساحې په امنیت کې به هېڅ ډول مشکل پېښ نه شي.»

د فراه اوسېدونکی عبدالغني وايي: « دلته اوبه ډېر ژورې تللې دي، تر ۱۲۰ مترو پورې څاه ګان اوس وچ شوي دي.»

د فراه ځایي مسوولان دغه راز وایي، په دې ولایت کې د زېربنایي او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دي او ټینګار کوي چې د وروستیو وچکالیو له امله د اوبو کمښت په برخه کې د اوسېدونکو ستونزو ته په کتو، اړوند مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې باید د بخش اباد بند رغنیزي چارې لا چټکې کړي.

د فراه والي محمد حافظ مجاهد وايي: « موږ له نږدې ولیدل چې کارونه ډېره ښه روان دي، خو بیا هم د شرکت له مسوولینو غوښتنه لرو چې کارونه نور هم چټک کړي. د فراه ولایت د خلکو ستونزې ټولو ته څرګندې دي چې په دې وروستیو کې له وچکالیو سره سخت په تکلیف دي.»

د فراه اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی سباوون وايي: « د فراه ولایت رهبري او مسوولین وخت په وخت له دې پروژې او بند څخه لیدنه ترسره کوي؛ ځکه چې نظام بخش اباد بند ته لوی اهمیت ورکوي او ولس هم په دې پوهېږي.»

د بخش اباد بند د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې پر فراه رود جوړیږي چې ۶۸ زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو او د ۲۷ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist