ټاکل شوې چې نن به امریکايي چارواکي په عرب اماراتو کې له طالبانو سره وګوري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې چې د طالبانو سیاسي ډله به نن د امریکايي چارواکو سره وویني.
مجاهد ویلي، په دغه غونډه کې به د کوربه عرب اماراتو تر څنګ د پاکستان او سعودي عربستان ځني غړي هم ګډون کوي.
د تیرې جمعې ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په لومړي ځل د افغان طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ کیدونکې غونډې خبره وکړه.
کابل کې د امریکا سفارت وړمه ورځ وویل، امریکا د پاکستان لخوا په افغانستان کې د هر ډول مرستو چې پکې افغان طالبان د خبرو میز ته راوستل هم دي، هرکلی کوي.
له دې سره، د متحد عرب اماراتو بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.
د اماراتو رسنیو د راپور له مخې، په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید له خلیلزاد سره په دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالو مسلو باندې خبرې کړي دي.
دغه راز اماراتو په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې خلیلزاد ته د همکاریو ډاډ ورکړی دی.