Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار امنیه قومانداني: تېرو څلورو کالو کې ۵ زره تنه د جرمونو په تور نیول شوي

د ننګرهار امنیه قومانداني: تېرو څلورو کالو کې ۵ زره تنه د جرمونو په تور نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/20

ننګرهار د ختیځ زون مرکز او د هېواد له لومړۍ درجه ولایتونو ګڼل کېږي او له دې وړاندې د یوشمېر امنیتي پېښو کوربه و، خو له سیاسي تحول وروسته د شوکو، بانډونو، وسله والو غلو او امنیت ضد پېښو کچه په کې د پام وړ کمه شوې ده.

د دې ولايت د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وایي، د تېرو څلورو کلونو پرمهال په جلال اباد ښار او لسواليو کې د بېلابېلو جرمونو په تور نږدې ۵ زره کسان نیول شوي دي.

مولوي طاهر مبارز  زیاتوي، نیول شویو کسانو په وسله ‌والو غلاوو، انسان تښتونې، وژنې، نشه یي توکو کښت، قاچاق، او بېلابېلو غیر قانوني کړنو کې لاس درلوده او تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلیي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي طاهر مبارز وايي: « شاوخوا پنځه زره مجرمان مو په تېرو څلورو کالو کې نیولي او محکمو ته مو سپارلي دي. دغه کسان د غلاګانو، وژنو، برمته نیونو، کورنیو شخړو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي. دغه راز په تېرو څلورو کالو کې عادي غلاګانې لوړ ګراف لري، خو وژنې تر ټولو ټیټ ګراف لري.»

مبارز دغه راز وایي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه لري او هڅه کوي هغه کسان ونیسي چې په ناامنیو کې ښکېل وي.

د ننګرهارامنیه قومندانۍ د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کالونو کې  د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه جرېبه ځمکه هم د کوکنارو او بنګو له کرکیلې پاکه شوې ده.

د طاهر مبارز په خبره، امنيتي ځواکونو په ياده موده کې په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د نشه ‌يي توکو پر ضد له ۱ زر ۳۰۰  ډېر عملیات ترسره کړي چې په پایله ‌کې يې د نشه ‌يي توکو کښت، پروسېس او قاچاق په تور له ۲ زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي طاهر مبارز په دې اړه وايي: « د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې آمریت په تېرو څلورو کالو کې ۱ زر ۳۵۴ پېښې ثبت کړې چې په کې ۲ زره ۵۷۶ تنه مظنونین، قاچاقبران او ساقیان نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته اړند قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»

د ننګرهار امنیه قومندانۍ امنیتي چارو مرستیال دغه راز وايي، په جلال اباد ښار او ځينو مهمو ځایونو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې لګول شوې دي او په خبره یې، د امنیتي کمرو نصبېدل به په دې ښار کې د جنایي جرمونو کچه هم راټيټه کړي.

مولوي طاهر مبارز زیاتوي: « شاوخوا ۳۰۰ کمرې لګول شوې دي او دا مهال د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او ټکنالوژۍ ریاست پلاوی هم راغلی او ښايي د ننګرهار په ټولو ساحو کې امنیتي کمرې ولګوي. موږ هم کورنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی او وزارت هم په پلان کې لري چې زرګونه امنیتي کمرې ولګوي.»

مولوي طاهر مبارز د دې مرکې یوه بله برخه کې وایي، د کابل – جلال اباد پر لویه لاره په تېرو څلورو کلونو کې ۴۱۸ ټرافیکي پېښو له امله ٣٤٤ تنه مړه شوي او له ٦٠۰ ډېر ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist