Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تورخم کې د افغان لاریو پر وړاندې شته خنډونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی

تورخم کې د افغان لاریو پر وړاندې شته خنډونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

د تورخم له لارې د افغان سوداګرو او په تېره د تازه مېوو او سبزیو د پخېدو پر مهال پاکستاني لوري همېشه د لارې بندېدو لپاره دلایل پیدا کوي او له امله یې افغان لوري ته درانه مالي زیانونه اړولي.
تازه د دې ستونزې د حل لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه پلاوي له پاکستاني لوري سره خبرې کړې وې او دې لیدنه کې منل شوې وه چې پر سبزیو او مېوو بار موټرو ته به د اوښتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي، خو په خبره یې اوس پر خپلې ژمنې عمل نه کوي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس اجمل رحماني وايي: « په دې هوکړه شوې وه چې هره ورځ به ۳۵۰ موټر له پاکستانه افغانستان او ۳۵۰ هم له افغانستانه پاکستان ته اوړي. اوس بدختي دا ده چې  پاکستان له خوا ۳۵۰ موټر پوره افغانستان ته راځي، خو له دې خوا هر موټر نیم ساعت په سکېنر کې تېروي او په دې سره ټوله ورځ کې ایله تر ۱۸۰ موټرو پورې پاکستان ته اوړي او نور همدلته پاتې کېږي.»

په همدې حال کې د سبزیجاتو او مېوه جاتو یو شمېر سوداګر وايي، پاکستان هرکال د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په موسم کې په یوه نه یو بهانه افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي چې له امله یې دوی ډېر زیانونه ویني.

دوی له افغان او پاکستاني حکومته د ستونزې د دایمي حال غوښتنه کوي او په خبره یې سوداګري باید له سیاسته لري وساتل شي.

د مېوو او سبزیجاتو سوداګر یاسین وايي: « پاکستان هرکال همداسې کوي. کله چې زموږ د مېوو او سبزیو فصلونه ورسېږي، دوی یا پوله بنده کړې یا نورې بهانې جوړې کړي او دا له موږ سره ظلم دی. دغه کار نه یوازې سوداګرو بلکې کروندګرو او ټول افغانستان ته زیان رسوي.»

یو بل سوداګر ستانه ګل وايي: « د اسلامي امارت پر مشرانو او د پاکستان پر حکومت غږ کوم چې تجار متضرر نه کړي بلکې سهولت ورته برابر کړي. باید داسې تفاهم وشي چې کرنیز توکي په آزاده توګه له کوم خنډ پرته لاړ شي، ترڅو له خرابېدو وژغورل شي.»

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي لا هم ډاډ ورکوي چې له بېلا بېلو لارو د یادې ستونزې د حل لپاره هڅه کوي.
د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي عزیز الله مصطفی وايي: « په دې اړه مو له لوړ پوړو مسوولینو سرهم رابطه وکړه او دلته مو د پاکستان له کونسلګرۍ سره هم اړیکه ونیوه، ترڅو په دې برخه کې خپل خدمات چټک کړي او لارۍ واوړي، باید تجارانو ته زیان ونه رسېږي.»

د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، له پاکستاني لوري سره تړون شوی چې هره ورځ به ۳۵۰ موټر له پاکستانه افغانتسان او په همدې اندازه به له افغانستانه پاکستان ته حرکت کوي. که څه هم له پاکستانه همدومره موټر را اوړي، خو پاکستاني لوری بیا د ګمرک، چک او سکېنر په نوم پر افغان لاریو وخت اړوي چې له امله یې د افغان سوداګرو مېوې او سبزیجات په سمه توګه د خرڅلاو بازارونو ته نه رسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist