Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د نفتو توکو د بیو کنټرول لپاره ځانګړی بازار پرانستل شو

بلخ کې د نفتو توکو د بیو کنټرول لپاره ځانګړی بازار پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

په هېواد کې د نفتي توکو د بیو لوړوالي له زیاتېدونکو اندېښنو سره هم مهاله، په بلخ کې د نفتو توکو د بیو کنټرول او منظم وېش په موخه ځانګړی مارکېټ پرانستل شو.

دغه بازار چې په مزار هوټل سوداګریز مارکیټ کې جوړ شوی، چارواکي یې موخه بازراونو ته په مناسبه بیه د نفتي توکوعرضه کول او د احتکار مخنیوی بولي.

د مزار هوټل سوداګریز مارکېټ مسوول مصطفی مومند وايي: « موږ تاسو نه سم بازار درلود، نه بولی او نه هم مناسب ځای. تاسو نن ولیدل چې دلته د تېلو او ګازو د بولۍ بازار پرانستل شو. د بازار له پرانستلو سره سم زموږ سوداګرو د نفتي توکو د فروش اعلان وکړ او ورسره سم د بازار نرخونه هم ټیټ شول.»

په ورته مهال، چارواکي وايي، دغه بولۍ د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزناک  ده او زیاتوي چې سوداګر دې په نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.

د دولتي هوټلونو اجراییوي رییس مولوي عبدالمنان مبارک وايي: « دا مرکز د افغانستان اقتصاد ته نوې ساه ورکوي، د خلکو د باور، نړیوال اعتبار او پانګونې را جلبېدو لپاره به یو مهم ګام وګرځي. موږ باور لرو چې د دې مرکز په جوړېدو سره به افغانستان د سیمې د انرژۍ په یوه مهمه دروازه بدل شي. د دې مرکز پرانستل به د نفتي توکو د مافیا کاروبار ختم کړي او له دې وروسته به بولۍ په شفاف ډول ملي ګټو ته په کتو ترسره کېږي.»

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس وايي: « تاسو راشئ، اسلامي امارت د هرڅه زمینه برابره کړې. اسلامي امارت ستاسو همکار دی او هرڅه یې چې وس کې وي، له تاسو یې نه درېغوي.»

بله خوا، یو شمېر سوداګر او د خصوصي سکټور استازي د دې اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې د دې بازار دوامداره فعالیت به د تېلو د بیو په ټیټ ساتلو کې مثبت اغېز ولري.

دوی همدا راز ټینګار کوي چې د مارکېټ په اډانه کې د سوداګرو ګومارنې په تړاو شفافیت ته پام وشي، ترڅو راتلونکي کې د احتکارمخنیوی وشي او خلکو ته د نړیوال بازار مطابق نفتي توکي ورسيږي.

د بلخ صنایعو او کانونو خونې رییس امام الدین سنايي زاده وايي: « باید دا تثبیت شي چې کله څوک د بولۍ بازار ته ننوځي، تضمین شوی او د باور وړ تاجر وي او داسې څوک نه وي چې زموږ ملي تجارانو ته زیان ورسوي.»

د تېلو سوداګر جاوېد شېرزاد وايي: « دلته د بازار جوړېدل مشتریانو ته سهولت  رامنځته کوي. دلته مشتریان کولی شي له واردوونکو شرکتونو سره په ډېره اسانۍ اړیکه ونیسي او په پوره ډاډ سره خریداري وکړي.»

تر دې وړاندې په مزارهوټل کې د صرافانو لپاره هم ځانګړی ځای په نښه شوی و. شنونکي وايي، دغه شان بازارونه د ګڼه د ګوڼې کموالو او تر پېرودونکو پورې د اجناسو او خدماتونو رسولو د چټکتیا لپاره مهم بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist