Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي

عمران خان: د پاکستان پوځ د لوېديځ په خوښه له افغانستان سره اړيکې خرابې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/17

پاکستان موده وړاندې د خپلې ادعا له مخې چې د اثبات لپاره یې هېڅ راز اسناد او شواهد نه لري، په افغانستان کې د پاکستان ضد عناصرو موجوديت د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ په اړيکو کې عمده خنډ ياد کړی و؛ خو اوس په خپله د دې هېواد پخوانی لومړی وزير عمران خان اعتراف کوي چې دا اړيکې د  پاکستان پوځ خرابوي.

هغه د پوځ لوی درستز عاصم منير تورن کړی چې د لوېديځ خوشاله کولو لپاره یې له افغانستان سره د اړيکو ښه کېدو مخه نيولې او په خبره يې، دا پاليسي له سولې سره په تضاد کې ده.

عمران خان سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان اوسني حکومت، ولس او د قبايلي سیمو د اوسېدونکو همکاري حياتي بللې او وړانديز يې کړی چې د پښتونخوا عواملي ملي ګوند مشر محمود خان اڅګزي په مشرۍ دې يو پلاوی کابل ته د سولې مذاکراتو لپاره ولېږل شي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي: « له کومې ورځې چې عاصم منیر د پاکستان د لوی درستیز په توګه دنده پیل کړې، له افغانستان سره قصدا ً د اړیکو خرابولو هڅې روانې دي او په پرله پسې ډول پر هغوی پاکستان کې د جګړې ترسره کولو تورنه لګوي، ترڅو د افغانستان اوسني حکومت مخالفې خواوې او نظرونه پرې خوښ کړي او ځان د لوېدیځ په سترګو کې د یوه ساتونکي په توګه مطرح کړي.»

عمران خان په وروستيو کې د ملکي مرګ ژوبلې په شمول د ډېر شمېر پاکستاني پوځيانو او پوليسو وژل کېدل هم د عاصم منير د پالیسيو محصول بولي او وايي، پر افغان خاورې له بريد سربېره هم په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ په پلمه عمليات ترسره کېږي.

عمران خان په دې اړه زیاته کړې: « لومړی یې د افغانستان حکومت ته ګواښونه او اخطارونه ورکړل، بیا يې د ټولو دیني، اخلاقي او د کډوالو د قوانینو او اصولو خلاف دلته له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې اوسېدونکي افغان وروڼه په زور له دې هېواده و ایستل. له هغې وروسته یې پر افغان خاوره بریدونه وکړل او اوس د ترهګرۍ په پلمه په قبايلي سیمو کې پوځي عملیات کوي.»

ځينې ازاد خبریالان هم مني چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې امنیتي وضعیت پېچلی شوی او په خبره یې، کابو کول يې يوازې د مذاکراتو له لارې ممکن دي.

پاکستان مېشت ازاد خبریال طاهرخان وايي: « په پاکستان کې د تشدد پېښې او بریدونه زیات شوي، د پاکستان امنیتي ځواکونو ځاني زیان هم ډېر شوی او دغه راز مخالفو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوړي او دا یو مشکل حالت دی. ترهغو چې دا حالات روان وي، زه فکر نه کوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي، خو باید ووایم لکه څرنګه چې د پاکستان حکومت یو وخت نړۍ ته ویل چې د طالبانو له حکومت سره خبرې او تعامل وکړي، نو خبر دا ده چې پاکستان سره هم له خبرو اترو او مذاکراتو پرته بله لاره نه شته.»

د پوځي چارو شنونکي هم د عمران خان له څرګندونو سره د نظر يوالی ښيي او زياتوي، پاکستان له څو لسيزو راهيسې له افغانستان سره پر تقابل د ولاړو پاليسيو له مخې، نه غواړي په افغانستان کې نظامونه ثبات او استحکام پيدا کړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان له جوړېدو راهیسې د افغانستان د نظامونو او خلکو پر وړاندې دا دښمني ادامه لري. د پاکستان پر مشرانو او سیاستوالو باور کول لویه تېروتنه ده؛ د دوی په خوله کې شهد او په زړه کې زهر ځای لري.» 

د دوشنبې په ورځ د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي هم ویلي و چې پاکستان دې د زور کارولو په ځای تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د امنيت ټينګښت لپاره له تحريک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) سره خبرې وکړي او دواړه متخاصم اړخونه د خبرو مېز ته له کېناستو سره، د ستونزې سياسي حل پيدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist