Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان او ایراني چارواکو پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډې پانګونې خبرې کړې

افغان او ایراني چارواکو پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډې پانګونې خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/17

د ایران صنعت، سوداګرۍ او کانونو وزیر سید محمد اتابک په مشرۍ راغلي ایراني پلاوي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره لیدلي. په دې لیدنه کې د کابینې نورو غړیو هم حضور درلود.

چارواکي وايي، لیدنه کې ملا عبدالغني برادر له ایراني لوري سره د کابل او تهران ترمنځ پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، ګډې پانګونې، چابهار بندر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاکل شوې ګډې اقتصادي کمېټې د کارونو چټکتیا او لا موثریت په تړاو خبرې کړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت  وايي: « د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر ښاغلي سید محمد اتابک او مل پلاوي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې چابهار بندر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکې اقتصادي کمېټې د کارونو او لا موثریت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.»

کارپوهان بیا د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې د افغانانو په ګټه بولي او زیاتوي چې د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په تړاو کابل ته د نورو هېوادونو او په تېره بیا د ایراني پلاوي راتګ له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ګټور تمامیږي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « پلاوی چې راځي، نو قراردادونه کوي، په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نورو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیکوي یا پرې بحثونه کوي او دا خبرې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او په اقتصادي برخه کې مثبت اغېز لري.»

په ټوله کې د کارپوهانو باور دا دی چې له ګاونډيو هېوادونو سره اړیکې نه یوازې سوداګرۍ او اقتصاد ته وده ورکوي بلکې د امنیت د لاښه کېدو ترڅنګ، د ثبات له ټینګېدوسره هم مرسته کوي.

د سياسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « ایران زموږ نږدې ګاونډی دی او له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري. دوی هر کال افغانستان ته تر ۳ میلیارد ډالرو صادرات لري. هرڅومره چې له دې هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو، زموږ صادرات او واردات زیات شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.»

په دې لیدنه کې چې د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ ترسره شوې، د اسلامي امارت د کابینې یوشمیر غړیو هم حضور درلود.

ایران د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې له افغانستان سره په خپلې اوږدې پولې کې د تګ راتګ څو لارې او بندرونه لري. پر دغو لارو او بندرونو اوسمهال د خلکو د تګ راتګ ترڅنګ، سوداګري او ټرانزیت هم ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist