کندهار د کونړ د دیوه ګل درې اوسیدونکی دی. هغه په دې سیمه کې تر زلزلې مخکې د ژوند کولو لپاره منظم کور او ټول وسایل درلودل، خو تر زلزلې وروسته یوازې پر تن یو جوړ جامې ور پاتې دي.
دی وايي، اوس یوازې مرسته شوي توکي لري، خو تر ړنګ کور او له کاره وتلو توکو ډېر را روان ژمي ته وار خطا دی.
زلزله ځپلی کندهار وايي: « موږ ته ډېر تکلیف دی، تر دې ډېر نه راځي. زموږ مېنې ویجاړې شوې، جامې نه لرو او په تیاره کې تر خېمو لاندې ژوند تېروو.»
د ده په خبره، سیمه کې یې پرله پسې زلزلو دومره موقع ورنه کړه چې د خپل کور اړین وسایل له خاورې وباسي.
کندهار زیاتوي، مسوولین او مرستندویه ادارې دې د دوی د کورونو په بیارغولو او سیمه کې دېته ورته د ژوند هر ډول امکاناتو برابرولو کې همکاري وکړي.
کندهار زیاتوي: « دومره وس نه شته چې خپلو ماشومانو ته جامې او بوټان واخلو، تاسو یې وینئ چې بربنډ ګرځي. زموږ غوښتنه دا ده چې لارې جوړې کړي او مرسته د وکړي چې خلک خپل کورونه جوړ کړي.»
له پیښو سره د مبازرې او چمتو والي ملي ادارې مسولین بیا وایي، د زلزلو له امله زیانمن شويو کسانو لپاره د کونړ په بېلابېلو سیمو کې موقتي کمپونه جوړ شوي او د حکومت او مرستندویه ادارو له خوا ورسره مرستې هم ترسره کېږي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتو والي ملي ادارې ویاند حافظ یوسف حماد وايي: « څه کمپونه جوړ شوي او د نورو په جوړولو کار وران دی، خېمې درول کېږي. په دغو کمپونو کې ټول بېړني خدمات وړاندې کېږي. لکه څرنګه چې ما مخکې وویل، سروې روانه ده او تر بشپړېدو وروسته به دوی ته کورنه جوړ او ترمیم شي.»
د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ختیځو ولایتونو کې د تېرو زلزلو له امله د خلکو شاخوا ٧ زره کورونه ویجاړ شوي او اوسمهال یې اوسېدونکي په ډېرو محدودو امکاناتو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.