Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت د سړو خونو جوړوونکو پانګوالو ته ۵ کاله مالیه معاف کړه

حکومت د سړو خونو جوړوونکو پانګوالو ته ۵ کاله مالیه معاف کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/16

د سړو خونو جوړولو پانګوال د پنځو کلونو لپاره د ماليې له ورکولو معاف شول. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د يوه ځانګړي اقدام په ترڅ کې، هغه پانګوال چې په هېواد کې د سړو خونو په جوړولو لاس پورې کړي، د پنځو کلونو لپاره د مالیې له ورکولو معاف کړل.

اقتصادي معاونيت وايي، دغه پرېکړه د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د سړو خونو نه شتوالي او ګاونډیو هېوادونو له لوري پر کرنیزو محصولاتو د موسمي تعرفو لوړولو او لارو بندولو یې ملي اقتصاد او کرنیز محصولات او بزګران له مالي زیانونو سره مخ کړي. د دې ستونزو د مخنیوي په موخه، هر هغه شرکت یا انفرادي متشبثان چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکول کېږي.»

په افغانستان کې د حاصلاتو ټولولو پر مهال ډېری وخت د ګاونډیو هېوادونو له خوا پولې د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ تړل کېږي او له امله یې افغان بزګران ته مخامخ زیان رسېږي.

اقتصادي کمیسیون همدې ټکي ته په اشارې ویلي، د معیاري یخچالونو نه ‌شتوالي، د ګاونډیو هېوادونو له خوا موسمي تعرفې او د سوداګرۍ پر لارو محدودیتونه هغه څه دي چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو او بزګرانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاده غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ځمکو کې د سړو خونو او کارخونو د جوړولو طرحه هم تایيد شوې ده.

تېره میاشت د افغانستان کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې ویلي و، په هېواد کې نږدې ۳۰ سلنه تازه مېوې او سبزیجات د معیاري سړو خونو نه شتوالي او د صادراتي لارو بندېدو له امله خرابېږي.

د دوی په خبره، په افغانستان کې د سړو خونو اسانتیاوې د بزګرانو او باغ لرونکو اړتیاوې نه پوره کوي.

د چارو څارونکي هم وایي چې په هېواد کې د کرنې سکټور د ودې لپاره اړتیا ده چې ډېرې سړخونې جوړې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د سړو خونو جوړول زموږ د کرنې په برخه او دغه راز د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې ډېر اړین دي. دا چې اوس دولت دوی ته د مالیاتو معافیت ورکوي، زموږ سوداګر، تجاران او بزګران به تشویق شي چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.»

افغانستان سلګونه سړو خونو ته اړتیا لري، خو د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال یوازې ۳۲ هغه شته دي.

تېره میاشت د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي و چې سږکال د څو سړو خونو د جوړولو پلانونه روان دي.

د دوی په خبره، د چین حکومت به په کابل او بلخ ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو او مېوو د زېرمه کولو لپاره ۳ نورې سړې خونې هم جوړې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي: « د سړو خونو جوړونکو ته مالیاتي معافیت ډېر مثبت ګام دی، خو دا ګام باید یوازې تر سړو خونو محدود نه وي. باید په هغو ټولو برخو کې معافیت ورکړل شي چې افغانستان کې ورته اړتیا ډېره وي.»

د یادولو ده چې د نړۍ په ډېرو کرنیزو هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې تازه کرنیز محصولات واردوي، سړې خونې په لویه کچه د خصوصي سکټور له خوا اداره کېږي، ترڅو دا محصولات زېرمه کړي او په خپل وخت کې یې بازار ته عرضه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist