Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې

جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/16

یو شمېر رسنیو افغانستان ته له جرمني څخه د افغان کډوالو ستنولو په تړاو له افغان چارواکو سره د دې هېواد د ځینو چارواکو د خبرو اترو ترسره کېدا خبر ورکړی.

بېلډ او دویچه ‌وله رسنیو د جرمني کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو له قوله په داسې حال کې چې کره نېټه يې نه ده په ډاګه شوې، د قطر په پلازمېنه دوحه کې په دې اړه د خبرو ترسره کېدو راپورونه ورکړي.

د جرمني کورنیو چارو وزیر الکزاندر ډوبرېنټ په ټکو، دې وزارت له افغان چارواکو سره په دې اړه تخنیکي اړیکې هم ټینګې کړې دي چې له توافق وروسته به ټول هغه افغان کډوال چې په جرمي قضیو کې ښکېل وي، د منظمې پروسې له مخې له یاد هېواده افغانستان ته ستانه کړای شي.

د جرمني کورنیو چارو وزیر الکزاندر ډوبرېنټ زیاته کړې: « موږ غواړو د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په خپلواکه توګه ممکنه کړو. له همدې کبله د جرمني کورنیو چارو وزارت کې زموږ همکارانو له افغان استازو سره تخنیکي اړیکې ساتلې دي.»

واک ته د اوسني حکومت له رسېدو وروسته جرمني یو له هغو هېوادونو دی چې ورسره يې رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې نه دي ټینګې کړې او نه یې هم په رسمیت پېژندلی.

د فریدریش ميرڅ په مشرۍ د جرمني اوسني حکومت واک ته له رسېدو سره سم ژمنه کړې وه چې افغان او سوریه ‌يي کډوال به له جرمني څخه باسي او د پناه غوښتنې د قبولېدو پروسه به هم تر ناڅرګندې نېټې ځنډوي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « د جرمني دا پرېکړه د کډوالۍ له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ده چې غیر قانوني او په جرمنو کې ښکېل افغان کډوال په ډله ییزه توګه افغانستان ته ستانه کړي. د ۱۹۵۱ کال د کمیسیون له پرېکړې سره سم، هېڅ یو هېواد دوی ته پناه راوړي کډوال هغه ځای ته نه شي ستنولی چې ژوند او آزادۍ ته یې په کې خطر وي. په افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته په کتو، په عمومي او ډله ییزه توګه د ګډوالو د ستنولو مخنیوی باید وشي. د جرمني حکومت ته په کار ده چې هره قضیه په انفرادي توګه وڅېړي او له ټولو کډوالو سره د مجرمانو په توګه چلن ونه کړي، ځکه چې جرم فردي عمل دی او له بلې خوا، هغه وخت یوڅوک ډیپورټ کېدای شي چې محکمې یې د جرم پرېکړه وکړي او په اصلي هېواد کې یې ژوند ته د خطر نه شتوالی ثابت شي.»

د کډوالو د حقونو چارو فعالان د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د جرمني دغه پرېکړه سیاسي او امنیتي بولي چې په وینا یې، د دې هېواد حکومت دغه ګام د خپلو وګړو له لوري د نیوکو له امله پورته کړی.

دوی د افغان کډوالو د ستنولو او بېرته راګرځونې په ځای له هغوی سره د رغوونکو پروسو له لارې د مناسب چلن غوښتنه کوي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « د مجرمو پناه غوښتونکو په تړاو د افغانستان له اسلامي امارت سره د جرمني خبرې اترې یو سیاسي او امنیتي اقدام دی او د عامه افکارو د فشار له امله د جرمني حکومت د غبرګون ښکارندويي کوي. که څه هم ښايي دا ګام له داخلي پلوه جرمني ته ګټور ښکاره شي، خو درنې حقوقي، اخلاقي او انساني پایلې لري. افغانستان ته په پراخه کچه د کډوالو ستنول نه یوازې ستونزه نه هواروي بلکې ښايي افغانستان کې د لا ډېرې بې ثباتۍ لامل شي.»

دا داسې مهال ده چې د جرمني حکومت په تېره جولای میاشت کې ۸۱ هغه افغان کډوال له دغه هېواده د قطر په ټرانسپورټي همکارۍ و ایستل چې په جرمي قضیو کې ښکېل و او یا یې جرمني کې د پناه غوښتنې کېسونه رد شوې وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist