Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار– اورزګان لویې لارې د یوې برخې اساسي بیارغولو کار پيل شو

د کندهار– اورزګان لویې لارې د یوې برخې اساسي بیارغولو کار پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/15

د کندهار– اورزګان پر لويه لاره چې یوه برخه یې له کلونو راهیسې خرابه پرته وه، د ۲۵ کیلومټره سړک د اساسي بیارغونې چارې پيل شوې.  

دا پروژه د ټولګټو چارو وزارت له خوا د ۷۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت عملي کېږي او ټاکل شوې په دوو کالونو کې یې کارونه بشپړ شي.

د پروژې پرانستغونډې ته د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني وویل، دا پروژه به د خلکو لپاره د تګ راتګ ستونزې په اساسي ډول هوارې کړي.

هغه دغه راز د ارغنداب ولسوالۍ د ظاهرشاهي کانال د سړک او د کندهار – هرات لویې لارې د پروژو په اړه هم معلومات ورکړل.

د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني وویل: « د کندهار او تيري په منځ کې تقریبا ً ۲۵ کیلومټره پروژه ده او نن یې د رغولو چارې رسما ً پیل شوې. دویمه پروژه هم د لویې ویالې ده چې له سرکاري باغ څخه پیل او تر خواجه ملک پورې غځېږي. همدارنګه دوې نورې پروژې هم د هرات – کندهار پر سړک پيل شوې دي.»

د پروژې انجینر محمد جمیل مشعل وايي: « د دې سړک د بشپړېدو وخت دوه کاله دی او لپاره یې ۷۹۰ میلیونه افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې. دا کوم سړک چې نوی جوړېږي، د پخواني ډیزاین له مخې نه دی بلکې له سره نوی ډیزاین کېږي. زه ډاډ ورکوم چې دا سړک به په ډېر لوړ کیفیت ډیزاین او تطبیق شي.»

د یادې پروژې د پرانستنې پرمهال د اورزګان والي مولوي عنایت الله شجاع په هېواد کې د امنیت د ټینګښت خبره وکړه او وویل، دا مهال په هېواد کې امن دی او حکومت له خپلو محدودو سرچینو سره د پراخو پروژو پر عملي کولو کار کوي.

د اورزګان والي مولوي عنایت الله شجاع زیاتوي: « د اسلامي امارت هغه مسوولین چې په دې برخه کې کار کوي، ترې غواړو چې د کار د کیفیت لپاره د پروژې څارنه وکړي، ترڅو پروژه په ښه کیفیت بشپړه شي.»

د کندهار او اورزګان اوسېدونکو هم د سړک جوړېدو د کار له پيل خوښي ښيي او غوښتنه کوي چې  باید د کندهار– اورزګان د لارې په اوږدو کې د پاخه سړک تخریب شوې برخې هم بېرته ترمیم شي.

د اورزګان اوسېدونکی محمد ظاهر وايي:« دا له لاره له دې ځایه تر تیري پورې خرابه ده، ډېرې کندې لري او موټران یې سخت را خراب کړل. که دا لاره جوړه شي ډېره به ښه شي.»

د اورزګان یو بل اوسېدونکی عطاالله وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دا لاره سمه جوړه شي، ځکه چې په ژمي کې لا خرابېږي، ډېرې خټې وي. دلته ډېرې ویویډوګانې وشوې خو بیا یې درک ونه شو، خدای وکړي دا ځل جوړه شي.»

د کندهار اوسېدونکی رحمت الله وايي: « له هغې خوا ډېر تکلیف دی، لاره خرابه ده، موږ غوښتنه کوو چې ژر تر ژره جوړه شي.»

د کندهار– اورزګان لاره د هېواد په جنوبي سیمو کې یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي چې د خرابوالي له امله یې نه یوازې د مسافرو او موټر چلوونکو وخت ضایع کېږي بلکې په دې سیمه کې د ټرافیکي پېښو او ټرانسپورټي وسایطو د چپه کېدو لامل هم کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist