Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د رغنیزو شرکتونو مسوولین:له اسلامي امارته او نړیوالې ټولنې غواړو د بشپړو شویو پروژو پیسې راکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/22

په کابل کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۳۰ مه» د لسګونه رغنیزو او لوژیستیکي شرکتونو مسوولین راټول  شوي ول.  

 دوی وايي، په تیرو شلو کلونو کې یې دهېواد پر کچه سلګونه بېلا بېلې رغنیزې پروژې پلې کړي، ځینې یې بشپړې شوي او یو شمېر یې نیمګړې پاتې دي.

دوی د بشپړو شوو پروژو پیسې غواړي او د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره د اسلامي امارت حکم ته منتظر دي.

درغنیزو شرکتونو دغه استازي پر نړیوالې ټولنې او امریکا سربېره پر نړیوال او  د اسیاپراختیايي بانکونو نیوکه لري،چې پیسې یې نه ورکوي.

د رغنیزو او لوژیستیکي شرکتونو یو تن استازی حسیب زاده وايي:« تمه لرو،چې د خلکو د وضعیت په درک کولو سره په هغه سلیقوي او ظالمانه بندیزونو او فشارونو چې په نظام او ملت یې واردوي،لږ بیا کتنه وکړي چې زموږ وضعیت ښه نه دی او دا هم منطقي نه ده،چې په یو هېواد کې د سیاسي نظام په تغیر سره په میلیونونو کسان له اقتصادي فشار سره مخ کړل شي.»

دوی له اسلامي امارته هم غوښتنه وکړه،چې د هغو پروژو پیسې ورکړي،چې انوایسونه یې بشپړ شوي او بیسې یې مالیې وزارت کې دي.

ددوی په وینا د خپلو سلګونه کارکوونکو او انجینرانو سربېره د خلکو پوروړي دي او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه،چې عارضینو ته دې قناعت ورکړي. 

د رغنیزو او لوژیستیکي شرکتونو یو تن استازی شمس الرحمن وايي:« موږ خپلو قرضدارانو ته دا وایوو،چې موږ له تاسې تښتو نه او نه هم له حساب منکریږو، ولې تاسې چې څومره قرضداري پر موږ لرئ،د هغې څو چنده زیاته قرضداري موږ پر اوسني حکومت او نړیوالې ټولنې لرو، نو له خپلو قرضدارانو غوښتنه کوو،چې تاسې لږ صبر او زغم ولرئ. کوم سیستم د عرایضو چې دلته شروع شوی دی،په شخصي تعلقاتو او یا هم په هره ذریعه چې وي،د حقوقي او امنیتي ادارو له خوا دغه د شرکتونو ریسان او معاونین بې عزته کېږي.»

یادو شرکتونو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یو پرانستی لیک هم لیکلی او د شته ستونزې په حل کې ترې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

 دوی پرامریکا غږ وکړ،چې په افغانستان کې د نظام بدلون له امله له دې ټول ملت سره دښمني نه کوي او کنګل کړې شتمني دې خوشې کړي.

د رغنیزوشرکتونو  استازی عبدالله وايي:« موږ د افغان سوداګرو د یوې ټولنې په توګه د څه باندې ۱۰۰۰ شرکتونو او بېلا بېلو سکتورونو استازیتوب کوو. وروسته له هغې چې امریکا زموږ پیسې کنګل کړې دي،دغه کار پر افغان سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده. موږ له امریکا غواړو،چې په بېړه زموږ پيسې خوشې کړي. له دې سره به د هغو مرستندویو سازمانونو مرستې،چې افغانستان سره کېږي،سوداګرو ته د کار اسانتیاوې زیاتې شي.»

د نیمګړو پاتې پروژو د سالم ساتلو برخه کې یادو شرکتونو اسلامي امارت ته وړاندیز وکړ، چې د حفظ او مراقبت په اړه یې پاملرنه زیاته کړي.

دوی وایي،ټول تړونونه یې په افغانیو کړي و او اوس چې د ډالرو مقابل کې افغنۍ ۴۰ سلنه ټیټه شوې اسلامي امارت دې د محاسبې پرر مهال دا ټکی هم پام کې ونیسي.

بل پلو اسلامي امارت هم کار روان کړی دی،چې څنګه کېدای شي،د یادو شرکتونو ستونزې حل کړي او په یوشمېر کنفرانسونو کې یې له امریکا غوښتي دی،چې د افغانستان کنګل کړې شتمني خوشې کړي،ترڅو د خلکو حق ورته وسپاري.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist