Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: له قطر سره پر ګډه د افغانستان د پنځه هوايي ډګرونو مدیریت کول غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/21

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ناستې څنډه کې د مالیزیا له استازي د لېدنې پر مهال ویلي، غواړي، له  قطر سره پر ګډه د افغانستان د پنځه هوايي ډګرونو مدیریت کړي.

اوغلو ویلي، په دې تړاو یې له قطر سره خبرې پيل کړي او تر هغې وروسته به د دواړو هېوادونو استازي کابل ته په سفر راشي.

اوغلو زیاته کړې:« د دې کاري چوکاټ له مخې به موږ د افغانستان له حکومت سره د ګډ کار وړاندیز وکړو. زموږ همکاران دوحې ته ځي،چې بیا یو ځای کابل ته ولاړ شي او د طالبانو له حکومت سره د دې موضوع په اړه بحث وکړو.»

چاوش اوغلو په تازه خبري ناسته کې د څلورو نورو هوايي ډګرونو نومونه نه دي اخیستي خو ویلي یې ديچې په دې تړاو کابل کې د طالبانو چارواکو سره خبرې او بحثونه وکړي.

اوغلو  زیاته کړې:« که موږ د خپلو شرایطو له مخې یوې ګډې پایلې ته سره ورسیدو، نو بیا به دغه هوايي ډګرونه له قطر سره یو ځای مدیریت کړو. خو که شرایط مو سره برابر نه شول،نو بیا اړ نه یو چې هوايي ډګرونه مدیریت کړو.»

اخوا د هوايي ډګر ډېری چارې اوس هم د قطري چارواکو له لوري مدیریت کېږي،خو اوس ترکیې هم له افغانانو او قطریانو سره پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

اسلامي امارات له قطر سره په پېل کې دا منلې وه،خو د پنځه هوايي ډګرونو په اړه به هغه مهال پریکړه کیږي،چې قطري او ترکي چارواکي کابل ته راشي او دلته په دې تړاو له افغان حکومت سره بحثونه ترسره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist